د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

بې پيلوټه الوتکو یوارې بیا پر شمالي وزیرستان حمله کړې


پاکستاني مقامات وايي، مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې اوو تنو سخت دریزو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستاني مقاماتو د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکو د سې شنبې پر مازيګر د شمالي وزیرستان په یوه لرې پرته سیمه کې پر هغه موټر څو توغندي وداغل چې ګومان کیږي د دولت وسله وال مخالفین پکې سپاره وو.

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یوه دولتي مسوول د خپل نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته وویل په دې حمله کې چې د دته خیلو په اړوندو کې وشوه څلور تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په نښه شوي وسله وال په یوه پک اپ ډوله موټر کې روان وو چې حمله پرې وشوه.

په روانه هفته کې دا څلورم ځل دی چې پر شمالي وزیرستان ورته برید کیږي.

له دې وړاندې د اختر پر لومړۍ ورځ دوه او د دوشنبې پر ورځ یوه حمله شوې چې په مجموع کې تر شلو ډیر کسان پکې وژل شوي او یوشمیر نور ټپیان دي.

له سیمې نه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په تیرو درېيو حملو کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د یوې تندلارې ډلې وسله وال په نښه شوي خو دڅلورمې حملې د قربانیانو په باب لا کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

په عین حال کې ځينې سرچینې بیا د وروستۍ حملې قربانیان هم ددغې ډلې مربوط بولي.

په میرانشاه کې یوې باخبره سرچینې د استخباراتي کړیو له قوله وویل، چې په نښه شوی موټر د حافظ ګل بهادر د یوه نظامي مرکز پر لور روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې حمله وشوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پک اپ ډوله موټر چې د یوه کلي په خوا کې روان و تر برید وروسته په مکمله توګه ویجاړ شو او ګومان نه کوي، چې څوک دې پکې ژوندي پاتې وي.

وزیرستانونه د پاکستان هغه قبائلي سیمې دي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې په مسلسله توګه د بې پيلوټه الوتکو له خوا بمباري کیږي.

په یوه اوونۍ کې دغه څلور حملې په داسې حال کې کیږي، چې یواځې څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی مشرامریکا ته دخپل لومړني سفر په ترڅ کې ددغو حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

پاکستاني مقامات ټینګار کوي، چې متحد ایالات دې تر ورته حملې وړاندې له دوی سره اړیکې ټینګې او یا د دوي په مشوره دې حمله وکړه، خو متحد ایالات بیا د پاکستان دغه شرط منلو ته تیار نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG