ایساف ځواکونه تاییدوي، چې له کابل څخه له رسمي کتنې وروسته واشنګټن ته تر روانیدو مخکې د امریکا د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز الوتکه د بګرام په هوايي اډې کې په یوه توغندویي حملې کې زیانمنه شوه.
د ایساف ځواکونو ویاند کوینتر کتز ازادۍ راډیو ته وویل، کله چې تیره شپه دوه توغندي د بګرام په هوايي اډې کې ولګیدل نو هغه وخت لوی درستیز مارټن ډیمسي په خپلې خونې کې و او زیان نه دی ورته رسیدلي.
نوموړي وویل، چې په دې حملې کې د ښاغلي ډیمسي پوځي الوتکه او یوه هلیکوپتر زیانمنه شوې ده:
"تیره شپه د بګرام په هوايي اډې دوه مرمۍ راغلي دي، یوې د ایساف یوه هلیکوپتره او د جنرال ډیمسي سي اولس الوتکه زیانمنه کړه، ښاغلي ډیمسي افغانستان ته په سفر راغلی و، نوموړي خپلې خونې ته تللی و او په ساحه کې نه و. زموږ دوه کسان په دې پيښې کې سرسري ټپیان شوي."
ښآغلي کتز وویل، چې د یادې حملې له امله د امریکا د لوی درستیز د سفر مهالویش نه دی زیانمن شوی.
د هغه په وینا ښاغلی ډیمسي د خپل مهال ویش له مخې ټولې کتنې ترسره کړې وې چې دغه حمله وشوه او په یوې بلې پوځي الوتکې کې بیرته واشتګټن ته ستون شو.
ښاغلی کتز وویل د حملې هدف د امریکا لوی درستیز نه و بلکې دا حمله او په هوايي اډې کې د ښاغلي ډیمسي موجودیت یو تصادف و.
بل خوا وسلوالو طالبانو ددې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی.
ددې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د حملې هدف د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی دستیز الوتکه وه.
هغه ادعا وکړه چې حمله د مخکینوی د استخباراتي معلوماتو او له محل څخه د کورکي پر اساس شوې.
د ایساف ځواکونو ویاند د دوی ادعا تایید نه کړه.