د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

په تیرو دوه اونیو کې افغان ځواکونو لس امریکايي پوځيان وژلي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ وویل، په تېرو دوو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د غړیو له خوا، لس امریکایي پوځيان وژل شوې او متحده ایالات باید د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره زیات کار وکړي.

جمهور رئیس اوباما په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې، چې د امریکا د پوځ د لویو درستېزانو د کمیټې مشر جنرال مارتین ډيپمسې افغانستان ته تللی او دا مسله به له افغان چارواکو سره د هغه د خبرو د اجندا په سر کې وي.

جمهور رئیس اوباما، چې د دوشنبې په سهار یي له جنرال ډيپمسي سره په امریکایي عسکرو باندې د افغان امینتي ځواکونو له خوا د حملو په اړه خبرې کړې وې، وایي: دا مسله به له جمهور رئیس حامد کرزي سره مطرح کړي.

جمهور رئیس اوباما زیاته کړه، موږ د افغان عسکرو له خوا په بهرنیو ځواکونو باندې د دې ډول حملو له امله زیات اندیښمن یو ، په ایتلافي ځواکونو باندې دا حملې د هغو کسانو له خوا کیږي چې د افغان پوځ لیکو ته جذب شوي دي.

په روان کال کې تر اوسه د افغان ځواکونو له خوا په بهرنیانو باندې ۳۲ حملې شوې او د ایتلافې پوځيانو څلویښت کسان په کې وژل شوی او ۶۹ نور ټپیان دي . د وژل شویو نیمایې شمېر یي امریکایان دي.
په حملو کې ۳۶ افغانانو برخه اخیستې وه.

په ۲۰۱۱ کال کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې د حملو له امله ۳۵ تنه ایتلافې عسکر وژل شوې وو چې ۲۴ یي امریکایان وو.

رویترز لیکي: داډول حملې د افغان او ایتلافې ځواکونو تر منځ اعتماد ته زیان رسوې او دا پداسي حال کې ده چې بهرنې ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پاي کې له افغانستان څخه وځې.

د اوونۍ په سر کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د تيلفون له لارې له جمهور رئیس حامد کرزي سره خبرې کړې وې او دواړه سلا شوې وو چې ددي ډول حملو د مخنیوي لپاره به د افغان پوځ لیکو ته د عسکرو په استخدام کې له پوره دقت څخه کار اخلې .

د امریکا د پوځ د لویو درستېزانو د کمیتې رئیس جنرال ډيمپسې په کابل کې د افغانستان د ملې پوځ له لوې درستېز شېرمحمد کریمې سره وکتل او د افغان عسکرو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې د حملو په اړه یي خبرې وکړې. جنرال ډیمپسې وایي، د مسلې په حل کې د افغانانو اراده څرګنده وه.

جنرال ډیمپسې وایي، په تېرو وختونو کې به مونږ په افغان چارواکو فشار اچاوه چې د پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې د حملو مخنیوي ته باید پام وکړې، خو کله چې یي له جنرال کریمې سره وکتل، نوموړي پخپله ددي مسلې په اړه خبرې پیل کړې . ډيپمسې وایي، زه دي نتیجې ته ورسیدم چې دا مسله یوازې د امریکایانو لپاره مهمه نده، بلکه افغانانو ته هم د زیات اهمیت وړ ده.

د طالبانو مشر ملا عمر اداعا کړې چې په افغان ځواکونو کي یي نفوذ کړی، خو د امریکا دفاع وزارت تېره اوونۍ ویلې و چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو د حملو یوازې په سلو کې ۱۱ یی د طالبانو په ملاتړ تر سره کیږي اوپه زیاتو مواردو کې دا حملې له شخصې کینو او نورو عواملوسره تړاو لري.
XS
SM
MD
LG