د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

امریکا غواړي چې سیمه ایز پولیس پر نویو وسلو سمبال کړي


لاس انجلس ټایمز وايي، د دې سیمه ایزو پولیسو له خوا د خطر اندېښنه د جمعې په ورځ وروسته له هغې نوره هم جوته شوه، چې یو تن پولیس دوه امریکايي سرتیري ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

دې افغان سرتیري له هغو مراسمو څو شیبې وروسته پر خپلو امریکايي همکارانو ډزې وکړي چې په ترڅ کې یې په فراه په ولایت کې نویو استخدام شویو سیمه ایزو پولیسو ته وسلې وویشل شوې.

برید کونکي افغان سرتیري چې یوازې پنځه ورځې د مخه د پولیسو په لیکو کې شامل شوی د وسلې کارونې په روزنه کې برخه اخیستله خو نوموړي د پوځي تمرین پر ځای خپله نوې تر لاسه کړې وسله پر امریکايي سرتیرو او یو افغان پولیس واړوله.

د اختر په لومړۍ ورځ هم ایساف په یوې خبر پاڼې کې وویل، چې د افغانستان په جنوب کې یې یو سرتیری هغه مهال وژل شوی چې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یو تن پرې ډزې وکړې. دوي په دې اړه ډير جزییات نه وو ورکړي.

دا برید د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو سرتیرو د بریدونو په لړۍ کې تازه پېښه وه.

ددې حملو په لړ کې ډير کله هغه کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن وي پر بهرنیو سرتیرو ډزې کوي او دې مسلې په پینټاګون کې جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور په حواله په روان کال کې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه په بریدونو کې تر اوسه څلور ویشت امریکايي سرتیري او پنځلس د نورو هیوادونو سرتیري وژل شوي دي.

په دې لړ کې نهه بهرني سرتیري په وروستیو ۱۲ ورځو کې وژل شوي دي چې دا ښيي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

لاس انجلس ټایمز لیکې، د امریکا د دفاع د وزارت یو راپور چې په ۱۲۲ پاڼو کې لیکل شوي د سیمه ایزو افغان پولیسو په سیستم کې د جدي ستونزو یادونه کوي.

سیمه ایز پولیس دوه کاله مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته جوړ شول او هدف یې د طالبانو څخه د نیول شویو سیمو ساتل او له خپلو سیمو دفاع ښودل شوې ده.

لاس انجلس ټایمز لیکې، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن پریکړه کړې چې د سیمه ایزو افغان پولیسو شمیر دې له اوس څخه چې شپاړس زره تنه دی په راتلونکېو دوو کلونو کې دوه چنده زیات شي او تر دیرش زرو پورې دې ورسیږي.

او له هغې وروسته ممکنه ده چې دا شمیر نور هم زیات کړی شي.

په راپور کې ویل شوي دي، وروسته له هغې چې یو شمیر سیمه ایزو پولیسو قومدانانو شکایت وکړ چې وسلوال طالبان تر دوی پرمختللی وسلې لري پینټاګون په دې کال کې په ښو وسلو ددې سرتیرو تجهیزول هم پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو راپور چې تیره میاشت خپور شو دا سیمه ایز پولیس یې د وسلوالو طالبانو پر ضد موثر وبلل.

خو یو شمیر افغان چارواکې اندېښنه لري چې د سیمه ایزو پولیسو دا ډلې وروسته له هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او له ۲۰۱۴ م کال وروسته د دوی تنخواګانې بندې شي په جنایتکارو ډلو بدلیدای شي.

د امریکا د دفاع د وزارت په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په ختیځ کې د ولایتي شوراګانو او والیانو له خوا د امریکا له ځانګړو ځواکونو پوښتل شوي چې ولې باید سیمه ایز خلک په وسلو سنبال شي ؟ په داسې حال کې چې دا ویره شته چې کېدای شي دوی یو وخت دا وسلې د حکومت خلاف وکاروي.

ویل کېږي چې د همدې اندېښنې له کبله د افغانستان د فاع وزارت چارواکو د امریکا د هغه پلان سره مخالفت کړی چې غواړي سیمه ایز افغان پولیس دوه چنده زیات کړي او هغوی په عصري وسلو سنبال کړي.

که څه هم د محلي پولیسو د استخدام پر مهال سیمه ایز او قومي مشران د هغوی د اعتبار په اړه ډاډ ورکوي، خو سره له دې هم د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې په راتلونکېو دوو کلونو کې د محلي پولیسو په شمیر کې د زرګونو نویو سرتیرو په زیاتونې سره ددې پولیسو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ ویره شته او دا ویره هم شته چې کېدای شي دا سرتیري د سیمه ایزو مشرانو په شخصي ځواکونو بدل شي.
XS
SM
MD
LG