د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د افغان سرتیرو لمنځه پر ناټو بریدونه د اندېښنې وړدي


ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر سرتیرو بریدونه د اندېښنې وړ دي او دوي به له د بریدونو څخه د امریکايي سرتیرو د خوندیتوب لپاره لا ډیرې هڅې وکړي .

بارک اوباما زیاته کړه، چې په دې اړه یې د امریکايي پوځي قومندانانو سره خبري کړي دي او په پام کې لري چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم پرې خبرې وکړي .

ولسمشر اوباما وویل، چې امریکايي چارواکي پر دې ستونزې کار کوي او زیاته یې کړه موږ باید دا ډاډمنه کړو چې پر دې لاس بري یوو .

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې او پیاوړي کولو ټینګار وکړ څو د ناټو په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیت ساتنې مسولیت اخیستو ته چمتو شي ، خو زیاته یې کړه په دې برخه کې باید په داسې یوه لاره کار وشي چې زموږ خلک له خطر سره مخ نه شي .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امنیتي ځواکو له منځه پر بهرنیو سرتیرو د بریدونو د لړۍ په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي چې پرون د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډمپسې هم په همدې ستونزې د خبرو لپاره کابل ته تللی و .

نوموړي د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان پوځي چارواکو سره تر خبرو وروسته وویل ، افغان چارواکې چمتو دي چې د دا ډول بریدونو د کابو کولو لپاره جدي ګامونه واخلي .

جنرال مارټین ډیمپسي وویل ، د لومړي ځل لپاره مو ولیدل چې افغان چارواکې د افغان امنیتي ځواکونه له منځه د ناټو پر سرتیرو په بریدونو هماغومره اندېښمن دي څومره چې واشینګټن په دې اړه اندېښنه لري .

نوموړي دفاکس نیوز او د فرانسي خبري اژانس ته وویل تر دې مخکې یوازې موږ پر دې ډیر ټینګار کاوه چې ددې بریدونو د مخنیوي لپاره دې ډیر څه وشي .

په تیرو دوو اونیو کې د افغان امنیتي سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو په جلا جلا بریدونو کې لس ته بهرني سرتیري وژل شوي چې ډير یې امریکایان دي .

راپورونه څرګندوي چې په روان عیسوي کال کې څلوېښت تنه بهرني سرتیري په هغو بریدونو کې وژل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو سرتیرو شوي دي .

که څه هم یو شمیر ناټو قومندانانو ددې بریدونو په مخنیوي کې افغان حکومت پاتې راغلی بللی دی خو جنرال دیمپسي وايي ، چې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو له لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي سره تر خبرو وروسته ډاډمن شوی چې افغان چارواکې به ددې بریدونو په مخنیوي کې پاخه ګامونه پورته کړي ، ځکه ډیمپسي په وینا افغان پوځي او ملکې مشران په دې پوهیږي چې دا مسله څومره مهمه ده .

جنرال مارټین ډیمپسي ویلي که څه هم د دا ډول بریدونو مسولیت تل طالبانو پر غاړه اخلي خو د ناټو یو شمیر قومندانان د خپلو څیړونو په بنسټ وايي چې ، د افغان امنیتي سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو د بریدونو په لړ کې یوازې په سلو کې لس د طالبانو د نفوذ له کبله دي .

ناټو په دې بریدونو کې تر ډیره د کلتورونو تر منځ توپیر ، شخصي ناندرې او د سخت دریځو اسلامپالو تبلیغات اغیزناک بولي .
XS
SM
MD
LG