د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د بهرنيو ځواکونو وتل افغانستان کورنۍ جګړې ته نه بيايي


ښاغلى ګيس
ښاغلى ګيس
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وایي: له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له و تلو وروسته به دا هیواد د کورنۍ جګړي پر لوري لاړ نه شي.

سايمون ګيس د فرانسي خبري اژانس او فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، یو شمیر خلک په افغانستان د کورنۍ جګړې خبرې کوي خو دا هغه شى دی چې په تاریخ کې به بیا تکرار نه شي .

ګیس فکر نه کوي چې داسې یوه څه به پېښ شي ځکه د هغه په اند که د افغانستان ګاونډیان وغواړي چې دا هیواد د اوږد مهالي کړکیچ خواته بوځي نو خپله به هم له ستونزو سره مخامخ شي.

ځينې اټکلونه شته چې هند او پاکستان به وروسته د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره د زمینې د پیدا کولو په مقصد ممکن یو شمیر هغو ډلو ته چې په افغانستان کې جګړو ته لمن وهي زمینه برابره کړي .

خو د ناټو ملکي استازی دا خبري ردوي او وايي، دی په دې اند نه دی چې د افغانستان ګاونډیان به په سیمه کې د بې ثباتۍ پلویان وي او یا به هم د افغانستان د اوضاع خرابي ته هڅې ډیرې کړي چې کیدى شي ټوله سیمه به ناکراه کاندي .

د هغه په وینا په افغانستان کې د کورنیو جګړو لپاره زمنیه ډیره کمه ده او بله خوا افغان امنیتي ځواکونه ډیر پیاوړي شوي دي او بله خوا طالبان او سیمز زورواکي دې ته لیواله نه دي چې بیرته د نویمي لسیزي تورو ورځو ته وګرځي.

ګیس د خپلو خبرو په دوام ویلي:

یوه مسئله ډیره یادیږي او هغه دوه نویم او درې نویم کلونو ته بیرته راګرځیدل او پر کابل بیا د توغندیو ورول دي چې دا یوه له وحشته ډکه مفکوره ده .

سایمن ګیس وايي کورنۍ جګړې به د ډیرو افغانانو د مهاجرتونو سبب شي خو هغه دا اټکل عملي نه بولي .

د ناټو ملکي استازی وایي، ممکنه ده چې د طالبانو ډلې بمونه ښخ کړي او بیلابیلې حملې وکړي خو دوى به ونشي کړاى چې افغان ځواکونو ته په مخامخ جګړو کې ماتي ورکړي .

د ګیس په اند طالبان دا توان نه لري چې بیا کندهار ته ولاړ شي او دا خبره د سره کیدونکې نه ده.

هغه وایي: یوازنۍ لاره چې طالبان به قدرت ته ورسوي له خلکو سره ددوى یوځای کیدل دي . د ناټو ملکي استازي ، د حقاني شبکه چې په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د افغانستان پر ختیځو سیمو توغندي وروي یو جدي تهدید بولي او وايي پاکستان باید ددې شبکې د ځپلو لپاره همکاري وکړي .

سایمن به په نیژدي راتلونکي کې په افغانستان کې د ناټو د ملکې استازي په توګه له خپل مقام څخه ليرې شي او د هغه پرځاى به هالندي دیپلومات موریتس یوخیمز راشي .
XS
SM
MD
LG