د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

مارټين: د افغان پوځيانو له خوا زموږ پر سرتېرو بريدونه د ناټو مهالوېش نه بدلوي


د امریکا لوى درستیز افغانستان ته دا سفر په داسې حال کې کړې، چې د افغان ځواکونو لخوا د دوی پر بهرنیو همکارانو حملې په زیاتېدو دي.

په څه کم تیرو دوو اوونیو کې په دا ډول حملو کې، چې ظاهراً د افغان سرتیرو له خوا کیږي، لس بهرني سرتیري وژل شوي.

په دې لړ کې وروستۍ حمله د یکشنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې وشوه، چې په کې یو بهرنې سرتیرې ووژل شو.

د بګرام پر هوایي اډه له ښکته کیدو مخکې د امریکا لوى درستیز مارټین ډیمپسي وویل، چې له جګپوړو امریکایي قومندانانو سره به دده د خبرو یوه موضوع همدا حملې وي.

ده د فرانسې خبري اژانس او فاکس نیوز ټلویزیون ته په خبرو کې د ولسمشر کرزي د وروستیو څرګندونو هرکلې وکړ او ویې ویل، هیله مند دې، چې ټیټپوړي چارواکي هم په دې ستونزې ورته څرګندونې وکړي:

̋د یوه هیواد د مشر په توګه او د دولت د ریس په توګه دده څرګندونې خورا مهمې وې. هغه څه، چې زه یې هیله لرم دا ده، چې دا څرګندونې په ټیټه کچه هم منعکسې شي̋

ده وویل، چې دوی په دې اړه خبرې کوي او د دې خطر د له منځه وړلو لپاره اقدامات کوي.

ناټو اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یو لک او دیرش زره سرتیري لري، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې و ایستل شي.

جنرال مارټین وویل، چې د افغان ځواکونو له خوا ددوی په سرتیرو کیدونکې حملې به د سرتیرو د ایستلو مهالوېش بدل نه کړي.

د شنبې په ورځ د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا افغان ولسمشر وهڅاوه، چې د دغه خطر د له منځه وړلو لپاره دې له ناټو ځواکونو سره زیاته همکاري وکړي.

پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اقداماتو کې باید د استخباراتي هڅو پیاوړې کول او د افغان سرتیرو د جلب او جذب بهیر سختول شامل وي.

سږ کال په دا ډول حملو کې، چې د افغان ځواکونو له خوا کیږي څلویښت بهرني سرتیري وژل شوي دي.

د ځینو داسې حملو مسؤلیت طالبانو په غاړه اخيستى او ویلي، چې دوی په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړې.
XS
SM
MD
LG