د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د کوچني لومړۍ ورځ هم ناارامه وه


پرون چې د کوچني اختر لومړی ورځ وه ، د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي عبدالودود پوپل دوه وروڼه هغه مهال ووژل شول چې د لښکرګاه د ښار د صافیانو په هدیره کې اېښودل شوی ماین وچاودید.

د هلمند ولایت د امینې قومندانۍ مرستیال غلام رباني د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې چاودنه کې د پولیسو یو قومندان او د هغه ورور ووژل شول او ورسره د کورنۍ څو نور غړي یې ټپیان شول .

د نوموړي په وینا دوی د اختر په اوله ورځ هدیرې ته ددې لپاره تللي وو چې خپلو مړو ته دعا وکړي .

د ولسمشر د ویندوى د دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د حامد کرزي له خوا دا چاودنه په سختو ټکیو غندل شوې. دا خبر پاڼه بیا وژل شوي دواړه ملکیان بولي او وايي چې نهه کسه نور ټپیان شوي چې څلورتنه یې ماشومان دي .

که څه هم تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی خو د دولتي چارواکو پر خپلوانو د داډول بریدونه ډير کله له وسلوالو طالبانو سره تړل کېږي .

بله حمله بیا په فراه ولایت کې شوې ده چې په کې دوو موټر سایکل سپرو د ملي امنیت د یو کارکوونکي پر موټر ډزې کړي او د ملي امنیت کارکوونکي او د هغه ورور یې ووژل .

د غلام غوث ملیار په نوم یو سیمه ایز چارواکي ویلي چې په دې برید کې د دې کورنۍ یو غړی ټپي شوی هم دی .

بل خوا ایساف په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې یې یو سرتیری هغه مهال وژل شوی دی چې د افغان پولیسو په یونیفورم کې یو تن پرې ډزې کړي.

ایساف په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ډیر جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه دوی او افغان امنیتي ادارې څېړنې کوي .

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو اوونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو ځواکونو بریدونه په حیرانوونکي توګه زیات شوي دي .

په همدې ورځ په یوې بلې جلا او خونړۍ پېښې کې درې نیوزیلاندي سرتیري هغه مهال د بامیانو په ولایت کې وژل شوي چې موټر د سړک د غاړي پر یوماین ور برابر شو .

د بامیانو والي حبیبې سرابي ویلي چې دا چاودنه په کهمرد ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د ناټو سرتیري په ګزمه بوخت وو .

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دد برید مسولیت منلی دی .
XS
SM
MD
LG