د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۴

کرزی: وسله والو مخالفینو په روژه کې پرخلکو ډیرظلمونه وکړل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن یوځل بیا د دولت پروسله والو مخالفانو غږوکړ چې د افغانستان پرخلکو دې ظلمونه نه کوي.

کرزي نن په ارګ کې د کمکي اختر د لمانځه له اداکولو وروسته وویل، پرافغانانو د روژې په میاشت کې ډيرظلمونه وشول.

تردې وړاندې هم ولسشمرپه اخترونو کې له وسله والو طالبانو غوښتي وچې له جنګ جګړو لاس واخلي خو مخالفانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ورکړی.

سږکال د روژې په میاشت کې په افغانستان کې په بم چاودنو او حملو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ویل کیږي یوه له خشونته ډکه میاشت وه.
XS
SM
MD
LG