د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۴

روسيه د دويمې ورځې لپاره له انتقادونو سره مخامخ ده


د موسيقۍ د دې ډلې يو مينه وال
روسيه د دويمې ورځې لپاره ځکه له انتقادونو سره مخ ده، چې د مسکو په يوه کليسا کې د ”پسي رويټ” په نامه د موسيقۍ د ډلې خوا د ولاديمير پوتين په اړه د انتقادي سندرې تر ويلو وروسته د دې ډلې درې غړي د محکمې له خوا په دوه- دوه کاله بند محکوم شول.

امريکا، بريتانيا، فرانسې او اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ پر اعلان شوې سزا انتقاد وکړ او زياتى يې بللى دى.

خو مسکو کې انتونينا وويل د محکمې دغه حکم ورته مناسب ښکاري:

”د دې اعتراض ډوله عمل په وړاندې زما نظر منفي دى. دوى د دې حکم وړ وو. داسې نه ده چې دوى په څه خبر نه وو او محکمې محکوم کړي، زما په نظر دا ښايي سمه پرېکړه وي“

هغه ټليفوني راي ګيرۍ کې چې د ليبرالې روسيې راډيو له خوا شوې څرګندېږي چې درې پر څلورمه برخه ګډونوال د محکمې له حکم سره موافق نه دي.

د مسکو پوليسو نن وويل تر پنځوسو زيات اعتراض کوونکي چې د جمعې په ورځ د محکمې له سالون څخه دباندې نيول شوي وو، خوشې شوي دي.

بله خوا د روسې ارتودکس کليسا په دې قضيه کې د عفوې غوښتنه کړې ده، له دې سره اوازې تودې شوي چې ښايي د دغو نيول شويو کسانو سزا د استيناف په صورت کې کمه شي.
XS
SM
MD
LG