د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

"هغه والیان چې خپلې دندې سمې نشي اجرا کولای ګوښه کيږي"


د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند بشیر بهرام
د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند بشیر بهرام
د افغانستان د سیمه یېزو ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی ارزونې ښيي چې په هیواد کې د څه کم پنځوس فیصدو والیانو کارونه د قناعت وړ نه دي.

دغه اداره وايي، د جمهور ريیس حامد کرزي له وروستي فرمان سره سم یې د ټولو والیانو کارونه ارزولي او په نږدې راتلونکې کې به یې راپور نوموړي ته وړاندې کړي.

د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند بشیر بهرام ازادي راډیو ته وویل؛ هغه والیان به له خپلو وظیفو لري، چې کارونه یې د قناعت وړ نه دي بلل شوي:

"د هغو ارزونو له مخې چې موږ پخوا هم کړې وې او اوس مو یو ځلې بیا د جمهور رئیس د فرمان په اساس یو ځلې بیا وکړې، له پنځوسو فیصدو ډیرو والیانو ښه مدیریت درلود، په هغو برخو کې چې موږ د خپلو څیړنو لپاره ټاکلې وې، په هغو کې کامیابه و. خو یو شمیر والیان شته چې باید له ولایتونو څخه خدای په اماني وکړي او نور ددې وړتیا نه لري چې د والي په توګه پاتې شي، باید پر ځای یې نور کسان وټاکل شي. "

ښاغلي بهرام وویل، دغه ارزونه د ښه مدریریت، له فساد سره د مبارزې، د نړیوالو مرستو د جذب، د پروژو د تطبیق او له خلکو سره داړیکو په برخو کې شوې.

نوموړي وویل، والیان په درې ډلو ویشل شوي.

په یادو برخو کې یوه ډله والیان ښه ارزول شوي.

بله ډله داسې ده چې په مدریریت کې له ضعف سره سره یې ښه کارونه کړي، خو دوی ته وخت ورکړل شوی چې باید خپل مدیریت سم کړي .

او دریمه هغه ډله ده چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي او نور باید د نوموړي په وینا له خپلو وظیفو سره خدای په اماني وکړي.

د چارو یو افغان کتوونکي حاجي سید داود وايي تراوسه پورې والیان د وړتیا په اساس نه بلکې بلکې د ګوندي اړیکو په اساس ټاکل کیدل.

هغه ازادي راډیو ته وویل، فکر نه کوي چې وروسته له دې دې هم والیان د وړتیا له مخې وټاکل شي:

په افغانستان کې والیان د جمهور رئیس په منظورۍ ټاکل کیږي.

جمهور رئیس پخوا تر دې د والیانو په لرې کولو او یا هم تبدیولو کې تل له احتیاط او ښايي په ډيرو مواردو کې له مصلحت نه هم کار اخیستی وي.

ځینې کتوونکي د جمهور رئیس ددې احتیاط اساسي علت د والیانو په ټاکلو کې د بیلابیلو لوریو، شخصتونو او ګوندونو له خوا فشارونه بولي.

خو شاوخوا دوه میاشتې مخکې جمهور رئیس د دولت د درې ګونو قوو په یوې غونډه کې ژمنه وکړه چې وروسته له دې به له مصلحت نه کار نه اخلي.
XS
SM
MD
LG