د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

په جګړه کې د وژل شوو افغانانو د کورنیو اختر څنګه تیريږي؟


د خدای بخښلي فیروز تصویر د هغه له پلار سره
د خدای بخښلي فیروز تصویر د هغه له پلار سره
سږ کال هم اختر پر افغان جنګ ځپلي ولس داسې وخت راځي، چې د راپورونو له مخې سلګونه کورنۍ د خپلو هغو دوستانو د غم پر ټغر ناستي دي، چې په جګړو کې وژل سوي.

له دغو کورنیو څخه یوه هم د متقاعد ډګروال شاه محمد ده، چې ځوان زوی یې چې په پولیسو کې یې دنده اجراکوله په یوې ځان وژونکې حملې کې وژل شوی.

شاه محمد د خپل زوی په مرګ ویاړي، خو دغه کورنۍ اوس څنګه حالت لري د زړه درد یې څه دی او څه غواړي؟


د اختر په ورځ مې وغوښتل چې د داسې یوې کورنۍ د زړه له حاله تاسو خبر کړم، د کابل ښار د بي بي مهرو ساحې تنګو او پخوانیو کوڅو ته د هغې کورنۍ په ګرځېدو پسې ولاړم، چې ۲۲ کلن ځوان زوی یې وژل شوی.

دغه کور مې د پولیسو په همکارۍ پیدا کړی، ځکه چې وژل شوی فیروز هم د پولیسو یو تن افسر و.

په بي بي مهرو سیمه کې یوې اوږدې کوڅې ته ننوتو، تر څو ځله ګرځېدو را ګرځېدو وروسته داسې یوه کور ته ودرېدلم، چې د خټو زړو دیوالونو یې دا شاهدي ورکوله، چې د یوه ډېر بېوزلي کور دی او شا او خوا ۳۰ کاله پخوا جوړ شوی دی.

دا کور د پوځ د متقاعد ډګروال شاه محمد دی، چې ځوان زوی یې فیروز په کندز ولایت کې په دې وروستیو وختونو کې د وسله والو مخالفینو په یوه حمله کې وژل شوی.

د دروازې په خلاصولو سره پوه شوم، چې دې کورنۍ اختر نه دی کړی او د هغه ښکلي ځوان پولیس د غم پر ټغر ناسته ده، چې له دې کورنۍ څخه یې د تل لپاره خدای په اماني کړې ده.

ډګروال شاه محمد په سپینه لنډه ږیره، ځپل سوې څیره او عادي کالو کې هرکلی راته ووایه.

ده د خبرو په پیل کې راته وویل، چې زوی یې د وطن لپاره وژل شوی؛ نو ځکه پرې ویاړي، هغه په ژړغوني ږغ وویل.

“د وطن د ارامۍ او کرارۍ لپاره مې اولاد غټ کړی، چې زما د هیواد له اراضي تمامیت څخه ساتنه او ملاتړ وکړي، اوس هم زه په خپل زوی ویاړم، چې د وطن په لار کې یې د شهادت جام پورته کړی، په زرګونو ځله په ویاړم، ښه دی چې پر غلا نه دی وژل شوی.”

د ډګروال شاه محمد دوه زامن اوس هم په پولیسو کې دنده لري، خو نوموړی وايي، چې د منځوي زوی تر وژل کېدو وروسته د زړه په ناروغۍ اخته شوی.

که څه هم د نوموړي زوی د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په یوه حمله کې وژل شوی؛ خو بیا یې هم د اختر په ورځ پر دوی د سولې غږ وکړ:

“زما پیغام دا دی، هغه کسان چې نن له خپل وطن سره جنګیږي، پولیس، ملي اردو او ولسي خلک وژني، له جنګه دې لاس واخلي او په خپل هېواد کې دې سولیز ژوند وکړي او د خپل وطن، ارضي تمامیت څخه دوی دفاع وکړي.”

د پوځ د دې متقاعد ډګروال او د دوو پولیسو افسرانو د کورنۍ د غړو په لیدو دا هم راته معلومه شوه، چې اقتصادي حالت یې خراب دی، ځکه چې په خونو کې یې زاړه ټغران هوار وو، د خونو دروازې یې پخوانۍ او ماتي وې، کوټې هم غیر منظمې جوړي.

د زړه په ناروغي اخته ډګروال شاه محمد دم ګړۍ هم بازار ته پر یوه زاړه بایسکل تګ راتګ کوي.

هغه د خپل زړه د درد بیانولو پر وخت راته وویل، چې په نوره نړۍ کې د پوځ د یوه ډګروال او د پولیسو د څو افسرانو کور دغه ډول نه وي؛ لږ تر لږه په ډوډۍ ماړه وي.

نوموړی خپل دغه ږغ د افغان ولسمشر حامد کرزي تر غوږه ور رسول هم غواړي.

“په نور نړۍ کې یو افسر هم یو کور لري، هم ژوند لري، هم موټر لري او هم عزت لري، خو په اصطلاع په افغانستان کې دا څه نسته.

له ولسمشر څخه زما غوښتنه دا ده، چې باید د پولیسو، پوځ او ملي امنیت له افسرانو څخه چې ځانونو یې رښتیا د دښمن په مقابل کې سپر کړي؛ لږ تر لږه یو سم امتیاز خو دې ورکړي.”


په افغانستان کې هره ورځ په روانه جګړه کې ولسي خلک، امنیتي سرتیري او وسله وال مخالفین وژل کیږي، چې د هر یوه په وژل کیدو سره یوه افغانه کورنۍ په ویر کښیني.

د ډګروال شاه محمد د زوی ناوې چې د خپل پلار پر کور پاتې شوې، د هغو سلګونو افغاني کورنیو د احساساتو ترجماني کوي، چې روان اختر د خوشحالیو پر ځای په اوښکو لمانځي.

د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور له مخي د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې ۱۰۴۵ تنه ولسي خلک په روانه جګړه کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG