د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

په روسیې کې د لومړي ځل لپاره یو اسلامي ټلویزیوني چینل جوړ شو


په روسیې کې به د لومړي ځل لپاره خلک د داسې ټلویزیوني چینل لیدونکي وي؛ چې هدف یې مسلمانو کتونکو ته د اسلامي ارزښتونو ترویجول دي.

د دې ټلویزیون د مسوول مدیر رستم عارف جانوف په وینا د دې نوی ټلویزیوني چینل لومړني اصلی لیدونکي به د روسیې ځوان مسلمانان وي.

دی وايي، دا ټلویزیوني چینل به د اګست په نولسمه یعنې د یکشنبې په ورځ خپروني پیلوي. د دې تلویزیون له لارې به خبرونه، بحثونه، تفریحي او د موسیقي پروګرامونه خپریږي.

عارف جانوف چې پیژندل شوي او په رسنیو کې د کار شل کلنه تجربه لري وايي:

"روسیه هیڅ کوم فدرالی تلویزیوني چینل خپلو مسلمانانو لیدونکو ته نه لري. دلته یواځې په چیچنیا او تاتارستان کې سیمه ییز اسلامي چینلونه شته؛ نو د دغسې یوه چینل غوښتنه کېده، څو هغو ځوانانو ته چې د اسلامي اساساتو پسې دي، داسې خپرونې وکړي، چې اسلامي محتوي ولري.

دلته داسې خلک شته، چې د ختیځ، عربي نړۍ، انډونیزیا، ترکیې او همدا شان د دې هېوادنو د خلکو له عاداتو او کلتور سره مینه لري. "


د Al-RTV پرډیوسر تیمور بلګاکوف وایي، دا چینل به غني، هدف لرونکي او معلوماتي مطالب خپروي.

"د خپرونو محتوی به په ټولې روسیې کې د مسلمانو د ژوند په اړه وي. دا ډول هڅې د لومړي ځل لپاره کیږي، چې پخوا یې نظیر نه دی لیدل شوی. دا به د یوه سیمه ییز چینل په شان نه وي. د ټلویزیون د خپرونو ساحه به په ټولې روسیې کې پراخه وي؛ چې په کې باشقرستان، داغستان، چیچنیا، د روسیې مرکزي سیمې لکه نیژنې نوګورود او پاولوژي شامل وي. "

تیمور بلګاکوف وايي، دا پروګرامونه به په روسیې کې د اقلیت مسلمانو د ژوند هنداره وي؛ چې دوی د روسیې په سلو کې څوارلسمه برخه نفوس جوړوي.

په روسیې کې د نوی اسلامي ټلویزیوني چینل اعلان لومړی د جون په میاشت کې د اورپایی سیمو لپاره د روسیې د مسلمانو د مذهبي ریاست له خوا چې د روسیې د دولت له خوا یې ملاتړ شوی و.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې کرمیلن پلوه دیني عالمانو د روسیې له حکومت څخه د داسې یو ه چینل د جوړولو غوښتنه کړې وه.

په داسې حال کې چې کرمیلن په رسمي توګه دا چینل نه دی فعال کړی د روسیې د مسلمانو د مذهبي ریاست مرستیال وايي؛ تر اوسه دې تلویزیون د دولت مالي مرسته نه ده تر لاسه کړي؛ خو په راتلونکي کې کیدای شي مرسته وکړي.

اوسمهال Al-RTV د شخصي مرسته کونکو مالي مرسته تر لاسه کوي؛ خو د دولتي ادراې له خوا چې د دې چینل سخت ملاتړ یې کاوه کومه مرسته نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG