د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

کوټه: د اعصابي ناروغيو تښتول شوى ډاکټر را خوشې شو


د اګست په لومړۍ نېټه له کوټې تښتول شوى، د اعصابي ناروغيو متخصص ډاکټر غلام رسول پر ماخوستن خوشي کړى او خپل کور ته رسېدلى دى. د ډاکټر کورنۍ دا نه دي ويلي؛ چې د نوموړي په بدل کې يې وسلوالو ته پيسې ورکړې که څنګه.

د کوټې ډاکټرانو د اګست له لومړۍ نېټې د اعصابي ناروغيو د متخصص ډاکټر غلام رسول د تښتونې په خلاف په احتجاج لاس پورې کړى وو او په دولتي او شخصي روغتونونو کې يې بشپړ کاربنديز اعلان کړى وو.

ناروغانو هم د تښتول ډاکټر د را خوشي کېدو دعاوې کولې او خپله د ډاکټر کورنۍ هم د خپل تښتول شوي ډاکټر د را خوشي کېدو په تمه د اختر په دې ورځو کې د انتظار شپې سبا کولې، چې د جمعې په ماخوستن تر روژه مات وروسته وسلوالو تښتولى ډاکټر غلام رسول د کوټې ښار جنوب لور ته پر سرياب سړک باندې خوشي کړ او هغه خپل کور ته را ورسېد.

د نوموړي له را رسېدو سره د ډاکټر په کور کې د خوشالۍ جشن جوړ شو، شاوخوا خلک ورته را ټول شول او ډول ته يې اتڼونه وکړل. د ډاکټر غلام رسول کشر ورور لال ګل د نوموړي د خوشي کېدو په اړه وايي:

((د امنيتي ادارو، د خلکو د دوعاوو، د سياسي ګوندونو، علماوو او رسنيو په مرسته- چې موږ يې زښته ډېره مننه کوو- ډاکټر صاحب پرون ماخوستن د نهو- نهه نيمو بجو په شاوخوا کې له تاوانه پرته را خوشي شو او سلامت کور ته را ورسېد))

ډاکټر غلام رسول وايي له هغې ورځې راهيسې چې وسلوالو تښتول وو، لاس و پښې يې په ځنځيرونو ور تړلي وو او وسلوالو به ورسره په اشارو خبرې کولې. څو ورځې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې وسلوالو د نوموړي د را خوشي کېدو په بدل کې د لسګونو ميليونه کلدارو غوښتنه کړې، خو ډاکټر غلام رسول ونه ويل چې آيا کورنۍ يې وسلوالو ته پيسې ورکړې که څنګه:

((زه د حکومت رسمي وظيفه لرم او د حکومت مامور يم، نو چې د يوه حکومتي مامور په توګه د حکومت او خلکو خدمت کوم ضرور به زما په را خوشي کېدو کې حکومت څه کړي وي، خو زه په دې اړه دم ګړۍ خبر نه يم ځکه چې تازه کور ته را رسېدلى يم. په دې اوولسو ورځو کې ما نه اسمان ليدلى، نه مځکه او لاسونه پښې مي تړلي وو))

د ډاکټر غلام رسول له را خوشي کېدو سره د ډاکټرانو اتحاديې په دولتي او شخصي روغتونونو کې کاربنديز پاى ته و رساوه او ويې ويل چې تښتول شوى ډاکټر يې د دوى د پرلپسې احتجاج په نتيجه کې پر حکومت باندې زياتو فشارونو له امله را خوشي شو.

د ځينو راپورونو له مخې د ډاکټرانو د کاربنديز له امله په دولتي روغتونو کې په تېروو دوو اوونيو کې دوو ناروغو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېرو يې هم خپل ناروغان په مرګوني حالت کې يا خپلو کورونو ته او يا کراچۍ ښار ته د درملنې لپاره يووړل.

د يادونې وړ ده چې تر ډاکټر غلام رسول مخکې په تېره جولاى مياشت کې هم يو بل ډاکټر دين محمد بنګلزى وسلوالو تښتولى وو چې تر يوې اوونۍ وروسته يې بيرته خوشي کړ، خو څرګنده نه شوه چې په بدل کې يې کورنۍ پيسې ورکړې که څنګه. له کوټې څخه تښتول کېدونکي ډاکټران، تجاران يا نور خلک چې د وسلوالو له منګولو را خوشي شي، نو د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر تر خپله وسه رسنيو ته هغه پيسې نه ښيي چې د را خوشي کېدو په بدل کې يې ورکړې وي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG