د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د افغان عسکرو له خوا پر ناټو ځواکونو حملې تر ډېره د کینې له وجې کیږي


د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي وایي، په بهرنیو عسکرو باندې د افغان ځواکونو له خوا د حملو په سلو کې ۹۰ یې د شخصې کینې او عقدې په ګډون، د بېلابېلو انګېزو له وجې کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرمن "سټيفن وارن" په افغانستان کې د ناټو له خوا وروستیو څېړنو ته په اشارې وویل؛ د دې حملو یوازې په سلو کې ۱۱ یې د طالبانو د نفوذ په نتیجه کې تر سره کیږي.

دا څېړنه د طالبانو هغه ادعا باطلوي، چې وایي، په افغان امنیتي ځواکونو کې یې زیات نفوذ کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت تېره اوونۍ ویلي وو، د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره به له افغان ملګرو سره استخباراتي همکاري زیاته کړې.

رویټرز لیکي، د افغانستان په ختیځ او جنوب کې په بهرنیو ځواکونو حملې شوې وې او په اړه یې څېړنې رواني دي، خو تر اوسه یې دلیل یا علت نه دی په ډاګه شوی.

د امریکا د پوځ د لویو درستېزانو د کمیټې مشر جنرال "مارټین ډیمپسي" وایي؛ افغانستان تر اوسه په سلونو هغه عسکر، چې د افراطیت د خطر احساس ورڅخه کېده، د پوځ او پولسو له لیکو څخه ایستلي دي.

په دوی کې هغه کسان هم شامل وو، چې پاکستان او په خاص ډول، هغو سيېمو ته یې راتګ کاوه، چې وسله وال په کې امن ځایونه لري.

د حملو په تازه پېښې کې، د جمعې په سهار د اسمعیل په نامه افغان عسکر په فراه ولایت کې دوه امریکایي عسکر ووژل.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل؛ حمله کوونکی هم د افغان ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

له دې مخکې، د هلمند او ننګرهار ولایتونو په جلا پیښو کې ۷ تنه امریکایي پوځيان وژل شوي وو او دوه تنه یې ټپیان وو.

ویل کیږي، چې د تېرکال په پرتله، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې په امریکایي ځواکونو حملې زیاتې شوي، په دې معنی چې د افغان ځواکونو له خوا په دیرشو حملو کې ۳۹ امریکایان وژل شوي دي.

تېرکال په افغانستان کې دا ډول ۲۴ حملې شوې وې او د ایتلافې ځواکونو ۳۵ پوځیان په کې وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG