د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۰

پاکستاني پوځ به د حقاني شبکې پرضد حملې پیل کړي؟


په شمالې وزیرستان کې د پاکستان د پوځې عملیاتو په اړه اندیښنې پیدا شوې دي. د پاکستان پوځ ممکن له پاکستاني طالبانو سره په جګړو کې ښکیل شي؛ خو له هغو طالبانو سره ممکن مخامخ نه شي، چې په افغانستان کې په ناټو او افغان ځواکونو حملې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو په وار وار په پاکستان فشار اچولی، د هغو وسله والو پر ضد دې جدي عمل وکړي؛ چې په افغانستان کې په ایتلافي ځواکونو حملې کوي، په خاص ډول د حقاني شبکې پر ضد.

خو داسې بریښي، چې پاکستان به د متحده ایالاتو د غوښتنې خیال و نه ساتي او کوم حیرانوونکی کار به ونه کړي.

اسوشیېټډ پرېس لیکي: اسلام آباد ته زیات خطر د پاکستاني طالبانو له خوا متوجه دی. دې ډلې د پاکستان د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړي او په شخړو کې یې تر اوسه له دېرشو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یوې نهه کسېزې وسله والې ډلې د پنجشنبې په سهار اسلام آباد ته نږدې هوایي اډې کې چې ممکن له اټمي تاسیساتو سره هم تړاو ولري، حمله وکړه او دوه تنه ساتونکي یې ووژل. امنیتي ځواکونو له وسله والو سره دوه ساعته جګړه وکړه او نهه واړه وسله وال یې ووژل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جمعې په ورځ وویل؛ د حمله کوونکو څلور تنه د شمالي وزیرستان وو.

د پاکستان د پوځ متقاعد ډګرمن اسد منیر چې په قبایلي سيمو کې یې د پاکستان د استخباراتو د مامور دنده تر سره کړې؛ په دې باور دی، چې اسلام آباد ته نږدې په پوځي اډې باندې د وسله والو حملې؛ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو اړتیا زیاته کړې ده.

ډګرمن منیر وایي، پوځ باید طالبانو ته اجازه ورنه کړي، چې په کومې سيمي واکمن شي. که طالبان په سيمي واکمن شي، په نورو ځایونو کې به د حملو او د وسله والو د استولو پلانونه جوړ کړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په شمالي وزیرستان باندې د حملې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنه رد کړې او وایي، ځواکونه یې په نورو برخو کې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې مصروف دي.

یوشمېر څېړونکي بیا وایي، پاکستان ځکه په شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته زړه نه ښه کوي؛ چې نه غواړي حقاني شبکه وځپي او له ځانه یې پردۍ کړي.

پاکستان له حقاني شبکې سره لرغوني او پاخه اړیکې لري او فکر کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یې دا شبکه قوي ملګرې وي.

اسوشیېټډ پرېس لیکي، د پاکستان پوځ هیڅکله هم په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات نه دي کړي او دا مهال چې طالبان له القاعده وسله والو سره ملګری شوی؛ د پاکستان لپاره یې ستونزې رامنځ ته کړي دي.

د پاکستان د پوځ متقاعد ډګرمن محمود شاه، چې په تېر وخت کې په قبایلي سيمو کې د استخباراتو مشر و، وایي، د استخباراتي معلوماتو پر اساس په شمالي وزیرستان کې له پنځه زرو زیات بهرني وسله وال دېره دي او د دې کسانو درې زره یې د پاکستان د دولت پر ضد دي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا وایي، پاکستان د امریکا پوځ ته خبر ورکړی، چې په شمالي وزیرستان کې به په نږدې راتلونکي کې پوځي عملیات وکړي.

د آژانس په باور، پاکستان په تېر وخت کې هم د عملیاتو خبرې کړي؛ خو عمل یې نه دي کړي. مګر د امریکا دفاع وزیر دا ځل زیات باوري دی، چې پاکستان به د وسله والو پر ضد په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.

لیون پنیټا وایي: “پاکستانیان له زیاتې مودې راهیسې د عملیاتو خبرې کوي. ما د دوی په خبرو باور له لاسه ورکړی و، خو داسې بریښي چې دوی دا مهال عمل کوي”.

د پاکستان د پوځ لوي درستېز جنرال اشفاق کیاني د هیواد د خپلواکۍ د ورځې په وینا کې هڅه وکړه؛ چې د شمالي وزیرستان د حملو او عملیاتو لپاره د خلکو ملاتړ حاصل کړي. ده وویل، د افراطیت او تروریزم پر ضد جګړه یوازې د پوځ جګړه نه ده ، بلکې دا د ټول پاکستان جګړه ده.
XS
SM
MD
LG