ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل، الجزایری ډپلوماټ "لحضر براهیمي" به د کوفي عنان پر ځای د سوریې لپاره د دې سازمان او عربي اتحاد استازی وي.
دا اعلان د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال "اډوارډو ډیل بووې" په نیویارک کې د دې سازمان په مقر کې وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیست خبریالانو ته د براهیمي د ټاکني په اړه وویل:
“ښاغلي براهیمي یو غښتلی او معتدله ډپلوماټ دی، موږ او نړیوالې ټولنې ته ښه پېژندل شوی کس دی. موږ سترګې په لار یو، چې له ملګرو ملتونو سره کار ته دوام ورکړو، تر څو په سوریې کې د وینو تویېدل بند شي او د سوریې په مشرۍ او د نړیوالو په ملاتړ سیاسي انتقال پر مخ لاړ شي.
کوم شی چې موږ ورته اړتیا لرو، هغه دا دی، چې د ښاغلي براهیمي د نوي ماموریت او صلاحیت په اړه له ملګرو ملتونو څخه زیات څه واورو”.
اته اویا کلن براهیمي چې د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر په څوکۍ یې هم کار کړی، په یوشمېر حساسو او سختو ماموریتونو کې یې د ملګرو ملتونو اعتبار پورته کړی دی. براهیمي په افغانستان، عراق او هیتي کې د ملګرو ملتونو د خاص استازې دندې تر سره کړي دي.
ده دغه راز د لبنان د کورنۍ جګړې د ختمولو په خبرو کې مرسته کړې وه.
لحضر براهیمي وروسته له هغې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د خاص استازي په توګه اعلان شو؛ چې کوفي عنان په روانې میاشت کې له دندې استعفی وکړه او د شپږو میاشتو په مودې کې یې ونشو کړای چې په سوریې کې اوربند ټینګ کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شوری د پنجشنبې په ورځ وویل، په سوریې کې به د پوځي څارنې ماموریت پای ته ورسوي، خو وایي، چې په دمشق کې به د دې سازمان د ملکي چارو دفتر فعال وي.