د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

احمد رشید: د اشفاق کیاني څرګندونې اوس عمل ته اړتیا لري


پاکستانی ژورنالیست احمد رشید
پاکستانی ژورنالیست احمد رشید
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په خپل هیواد کې د سخت دریځو پر خطر اعتراف کړی او خبرداری یې ورکړی؛ چې که د سخت دریځو مخه ونه نیول شي، پاکستان به د تجزیې له خطر سره مخامخ شي.

د بریتانیا چاپ فیننشل ټایمز ورځپاڼې د مشهور پاکستاني نظر خاوند احمد رشید په قلم په یوه تبصره کې د جنرال پروېز کیاني څرګندونې د پاکستان د پوځ د ذهنیت د بدلېدو نښه بللې ده.

د پاکستان پر پوځ تل دا تور پورې شوی، چې د افغانستان او هندوستان د ګټو پرخلاف د سخت دریځو ملاتړ کوي خو د هغو طالبانو د ځپلو هڅې کوي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پرضد جنګېږي.

د پاکستان د لوی درستیز تر څرګندونو وروسته وسله والو د پاکستان پر یوه مهمې هوايي اډه برید وکړ.

د جنرال کیاني د څرګندونو په باب د احمد رشید د لیکنې غټ ټکي عصمت څاروان په یوه راپور کې وړاندې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG