د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د الويس پرسلي له مرګ څخه پنځه ويشت کاله تېر شول


که څه هم د امريکايي سندرغاړي الويس پرسلي له مرګ څخه ٢٥ کاله تېرېږي، خو په دې موده کې دى له خلکو او خپلو مينه والو هېر نه و.

د ده ياد او غږ په ټوله نړۍ کې د مينه والو په زړونو کې ژوندى و.

خارق العاده استعداد، ښکلې څېره، جذابيت او تر ټولو مهمه دا چې غوره ذوق الويس پرسلي د امريکا د نورو هنرمندانو او سندرغاړو په منځ کې برجسته کړى و او په موسيقۍ کې يې تلپاتى شهرت ورپه برخه کړ.

الويس پرسلي د هاردبريک هوټل (Heartbreak Hotel)، هوند ډاګ (Hound Dog)، لف مي تندر (Love Me Tender) او ځينو نورو سندرو په ويلو سره د راک موسيقۍ اوج ته ځان ورساوه.

پرسلي د ١٩٣٥م کال د جنورۍ پر اتمه په توپېلو مسي سيپي ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې او په ١٩٥٣م کال کې يې سندرو ويلو ته مخه کړه.

ده د موسيقۍ تر څنګ د هاليووډ په ځينو فلمونو کې هم رول لوبولى دى.

الويس د خپل هنري ژوند په دوو سختو لسيزو کې، په سلګونو سندرې وويلې او په ٣٣ فلمونو کې يې رول ولوباوه.

په ١٩٧٣م کال کې يې د هاوايي په الوهه ښار کې اول کنسرټ د ټلويزيون له لارې په نړيواله کچه خپور شو، چې يو نيم مليارد نندارچيانو يې په ټوله نړۍ کې ننداره وکړه.

الويس پرسلي د ١٩٧٧م کال د اګست پر شپاړسمه، د ٤٢ کلونو په عمر مړ شو.

ده ته د راک موسيقۍ پاچا هم وايي. تر اوسه د الويس پرسلي په ملياردونو کسټونه او سي ډيانې خرڅې شوي، هغه نسلونه چې تر ده وروسته دنيا ته راغلي هم د ده له سندرو سره مينه لري.

د الويس پرسلي نوم په افغانستان کې د افغان سندرغاړي احمد ظاهر له نوم سره تړلى، چې په زياتو برخو کې ورسره ورته والى لري.

احمد ظاهر هم چې په زياتو برخو کې د ستاينې وړ دى، کله ناکله به يې د الويس سندرې زمزمه کولې.
XS
SM
MD
LG