د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

بلوچ: د پاکستان د خپلواکۍ ورځ، توره ورځ وه


پرون د پاکستان د استقلال ورځ وه. په کوټه کې دا ورځ يواځې د دولت له خوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې لمانځل شوې خو په ولسي کچه د نورو کلونو په پرتله نه ده لمانځل شوې او په بلوڅي سيمو کې خو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځل شوې ده.

په کوټه کې د ورکو بلوڅو د اتحاديې سپين ږيرى مشر ماما قدير بلوڅ- چي له اوږدې مودې په کوټه کې هره ورځ د لوږې اعتصاب کوي- وايي د پاکستان د خپلواکۍ ورځ يې د تورې ورځې په توګه ولمانځله او راتلونکى کوچنى اختر به هم د تېرو څو اخترونو په څېر د خپلو ورکو خلکو په ياد په ماتم سره لمانځي.

په کوټه کې د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل ورسره مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:34 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG