د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د اسلامي همکاری سازمان د سوریې غړیتوت وځنډاوه


په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاری د سازمان د مشرانو عاجله غونډه چې د اسلامي پیوستون ترعنوان لاندې دایره شوه، په دغه سازمان کې یي د سوریې غړیتوب ځکه تعلیق کړ، چې د دغه هېواد رژیم د مخالفو مظاهره چېانو په ضد له سخت زور زیاتي کار اخلي.

غونډې په سوریه کې د روانو جنګ جګړو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د دغې دوه ورځنی غونډی د پای اعلامیه چې نن پنجشنبه خپره شوه وایي، چې د برما د روهینګا مسلمانانو قضیه چې د سخت زور زیاتی له امله د خپلو کورونو پریښودو ته مجبور شوي ملګروملتونو ته وړاندې کوي.

اعلامیه په برما کې د مسلمان اقلیت په وړاندې د دغه هېواد د حکومت چلند د بشر ضد جنایت ګڼي او په عین حال کې د فلسطیانو هم یو ځل بیا ملاتړ کوي.

د اسلامي همکاری سازمان چې ۵۷ غړي هېوادونه لري وایي، چې په دغه سازمان او ټولو مربوطو ادارو کې یي د سوریي د عربي جمهوریت غړیتوب ځنډولی.

دغه اقدام چې ددوشنبی دورځی په مقدماتي غونډې کې منل شوی وو ، دتیرې شپي په غونډې کې دایران له مخالفت سره سره تصویب شو.

داسلامی همکاری دسازمان دمشرانو غونډې په سوریه کې دهغو ډله ایزو وژنو او غیرانسانی چلند په وړاندی چې ددغه هیواد خلک ورسره مخامخ دي خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه .

دغونډی دپای اعلامیه غوښتنه کوي چې له مذهب او او پرګني تمایلاتو څخه باید دسیاسی اهدافو لپاره کار وانخیستل شي .

په دغې غونډې کې چې دسعودی عربستان دپادشاه ملک عبدالله بن عبدالعزیزپه مشری ترسره شوه داهم ومنل شول چې دګڼو اسلامی مذهبونو ترمینځ دتفاهم او نژدې والي لپاره به په ریاض کې یو مرکز تاسیس شي .

دشرق الاوسط ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې دمصرجمهور رییس محمد مرسی غونډی ته وړاندیز وکړچې ایران دې دسوریې درژیم په مشر بشارالاسد فشار راوړي چې له واکه لیرې شي او ترکېه دې ددغه رژیم مخالفین وهڅوي چې له حکومت سره نژدی شي . جمهور رییس مرسی وویل چې مصر او سعودی عربستان به مذاکرات څاري او که ضرورت وي مستقیم منځغړیتوب به هم وکړي .
XS
SM
MD
LG