د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

"سږکال د شپې پوهنتونو ته د محصلانو د جذب شمېره لوړه شوه"


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، سږ کال یي د شپې پوهنتونو راتلونکي تعلیمي کال ته د محصلانو د جذب شمېره لوړه کړی ده.

په دې مقصد د پنجشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې له شاوخوا ته زرو نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټرعبیداله عبید وویل، سږ کال یي هڅه کړې، چې د شپې پوهنتونونو ته د پروسږکال په نسبت زره تنه زیات محصلان جذب کړي:

«امتحان چې موږ واخیست، د ګډون والو شمېر يي اوه زره نهه سوه نولس تنه دی، د جذب ظرفیت مو د پروسږکال څخه زر تنه زیات دی.

پروسږکال په کابل کې د شپې پوهنتونونو ته یوزره اته سوه او سږ کال ورته دوه زره تنه جذبوو او په ټول افغانستان کې په مجموعي توګه غواړو د شپې پوهتنونونو ته پنځه زره محصلان جذب کړو.»

ډاکټرعبید وویل، د دې امتحان بریالي محصلان به د«کابل» او د« ښوونې او روزنې» په پوهنتونونو کې جذب شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې له دې وروسته به د کندهار او بغلان په پوهنتونو کې ورته ازموینه واخیستل شي.

د امتحان ورکوونکي د امتحان له نظم، د سوالو له کیفیت او ورکړل شوی وخت څخه راضي و، د حضرت اله په نوم یوه وویل:

«امتحان ښه و، نظم د سپلین یي ښه و، د کنترول چارې یي د قناعت وړ وي، سوالونه هم اسانه و، موږ زیار ایستلی او هیله لرو، نتیجه یي تر لاسه کړو.»

په افغانستان کې اوس مهال د دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د عالي موسسو شمېر یودیرش او د خصوصي دوه شپیتو ته رسیدلی.

د دولسمو ټولګیو فارغان وایي، هر کال د هېواد له لیسو څخه په لسګونو زره زده کوونکي فارغیږي، چې دولتي پوهنتونونه د ټولو د جذب توان نه لري او په خصوصي پوهنتونونو کې د فیسونو د لوړوالي له امله نشي کولای چې لوړې زده کړې په کې وکړي.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG