د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

په منهاس پوځي اډې کې وسلوالو دوه پوځي سرتیري ووژل


بېګا شپه ناوخته د پاکستان د پنجاب ايالت په اټک سيمه کې نامالومو وسلوالو د پوځ پر يوه هوايي اډه باندې بريد کړى، چې وروسته د پوځ او وسلوالو ترمنځ پرلپسې څو ساعته نښته شوي چې په نتيجه کې يې د شپږو تنو وسلوالو او دوو پوځي سرتېرو د وژل کېدو او څو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى. د بريد مسووليت تر اوسه پورې چا نه دى منلى.

د پاکستان له پايتخت اسلام اباده د شپېته کېلوميټرۍ په فاصله د پنجاب د اټک ښار په کامره نومي ځاى کې له لسو تر پينځلسو پورې وسلوال د هوايي ځواکونو په پوځي يونيفورم کې د منهاس په نامه يوې فضايي پوځي اډې ته ننوتل او د پاکستان پر وخت د شپې پر لس بالا دوو بجو يې هلته پر موجودو امنيتي پوستو بريد پيل کړ.

د پاکستان د هوايي ځواک وياند تورن طارق محمود له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، وسلوالو چې د پوځي اډې پر کومه برخه لومړى بريد وکړ، نو پوځي سرتېرو يې هغه ځاى محاصره کړ چې وسلوالو ورباندې ډزې پيل کړې او نښته پيل شوه.

وياند وايي، چې نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ او اخير يې د هوايي ځواک پوځي اډه له وسلوالو پاکه کړه، چې وايي په نتيجه کې شپږ وسلوال وژل شوي او دوه پوځي سرتېري وژل شوي دي او همدارنګه درې پوځي سرتېري په کې ټپيان شوي هم دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو له مخې د وسلوالو له جسدونو څخه ځانوژونکې واسکټونه، لاسي بمونه او نورې وسلې هم تر لاسه شوي دي.

د منهاس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو په دې اډه کې هغه طيارې ولاړې وې، چې په دې وروستيو کې د امريکا له خوا پاکستان ته ورکړل شوې وې، د هوايي ځواک د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وسلوالو هڅه کوله چې د دغو طيارو تمځاى ته ځانونه و رسوي، خو پوځي سرتېرو يې مخه ونيوله، خو د نښتې پر مهال چې وسلوالو د اډې پر لور لاسي بمونه ور غورځولي د هغه له امله يوې طيارې ته زيان رسېدلى، چې طالبانو يي مسولیت منلی دی او تر دې پخوا د پاکستان پر پوځي اثاثو باندې دې ته د ورته بريدونو مسووليتونه پاکستاني وسلوالو طالبانو منلي دي.

د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکى بريګيډير محمودشاه وايي، دا ډول بريدونه د پاکستان د پوځ مورال را ټيټول دي:

"دا يو مرکزي پوځي اډه چې ډېر مشهوره ده، پر دې باندې بريد که يوې خواته پاکستان ته سخت اقتصادي تاوان اړولاى شي، بلې خواته چې د پاکستان په خلاف په ټوله نړۍ کې ګنګوسې دي چې دلته ترهګري ده او او په ولس کې يې ريښې دي، هغو ته تقويت ورکوي.

زه فکر کوم دغه عناصر د پاکستان د پوځ يا د ولس د مورال د را ټيټولو لپاره دا ډول بريدونه کوي."


دا په پاکستان کې پر مهمو پوځي آثاثو باندې لومړى بريد نه دى، په ٢٠٠٩م کال کې هم وسلوالو په راولپينډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ پر مرکزي دفتر يا جي ايچ کېو باندې بريد کړى وو چې د دوه ويشت ساعته پرله پسې ډزو په تبادله کې شاوخوا شل تنه پکې وژل شوي وو او د ٢٠١١م کال په مې مياشت کې هم وسلوالو کراچۍ ښار ته څېرمه د مهران په نامه د سمندري ځواکونو پر هوايي اډه باندې بريد کړى وو چې په نتيجه کې يې لس سرتېري او درې وسلوال وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې د منهاس په نامه پر دې پوځي هوايي اډه باندې څلور کاله پخوا هم توغندي ور توغول شوي وو او په ٢٠٠٧م کال کې يو ځانوژونکى بريد هم ورباندې شوى وو.

بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG