د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

ويجاړو سړکونو او اداري فساد ډرېوران په عذاب کړي


هغه افغان موټر چلوونکي چې د سالنګ د تونل له لارې تګ راتګ کوي وايي د لويې لارې خرابوالي او د لارې په اوږدو کې د پوليسو له خوا په يوه او بل نامه د پيسو له اخيستلو څخه پوزې ته راغلي دي.

حاجي حجت مير به چې پخوا له حيرتان بندر څخه کندهار ته روانېده، مزل به يې درې ورځې وخت نيوه، خو اوس پر دې لار شل ورځې لګېږي. دى د ناټو په مشرۍ د ائتلاف اکمالات لېږدوي.

دوې لسيزې کېږي چې حجت مير موټر چلوي، خو وايي هېڅکله يې د افغانستان لويې لارې په داسې بد وضعيت کې نه وې ليدلې، دوى وايي په لار کې ډېرې ژورې کندې په مخه ورځي.

دى په ډېره سړه هوا کې پر هغو لارو مزل کوي چې په کنګل پوښلې وي او هر وخت له هغو پوليسو سره په لانجه اوښتى وي، چې پيسې ورڅخه غواړي.

خو د سالنګونو د ساتنې امر جنرال رجب ازادۍ راډيو ته وويل، هغه کسانو چې د سالنګ د لارې په اوږدو کې له موټرچلوونکو په يوه او بل نامه پيسې اخيستې، نيول شوي او اوس دا ستونزه حل ده:

”يوازې د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره نه ده، نورې ادارې هم دلته کار کوي، ځينو کسانو چې [له موټر چلوونکو] پيسې اخيستې وې، يا يې په غيرقانوني توګه پيسې اخيستې، هغوى مجازات شوي، نيول شوي، عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي”

افغان موټر چلوونکي حجت مير د جرمني خبري اژانس ته ويلي:

”له شمال څخه د سالنګ تونل له طريقه کابل ته سفر ډېر ستړى کوونکى او اوږد دى”

موټر چلوونکي اړ دي د سالنګ له سيمې چې لار يې په غرونو کې غزېدلې او شديد بادونه لري، تېر شي چې څلور ساعته وخت نيسي. خو ده ويلي چې اوس له دې لارې تېرېدل، دوې حتى چې درې ورځې وخت نيسي.

دوه کاله مخکې برفکوچ تر ١٦٠ زيات کسان مړه کړل
دوه کاله مخکې برفکوچ تر ١٦٠ زيات کسان مړه کړل
د خرابو سړکونو او سختې ګڼه ګوڼې له کبله له ١٠ کيلومتري تونل څخه د تېرېدو لپاره هغه مزل چې بايد په پنځلسو دقيقو کې وشي، شپږ ساعته وخت نيسي.

٤١ کلن افغان موټرچلوونکي حجت مير د جرمني خبري اژانس ته د تونل په منځ کې د ستونزو يادونه کړې او ويلي يې دي:

”کله چې په تونل کې دننه بند پاتې کېږم، ډېر بد احساس کوم، ټول موټر چالانه وي او په کافي اندازه اکسيجن هم نه وي. زه کله کله داسې احساسوم چې ټول خلک به د هوا د نشتوالي له کبله مړه شي”

د اژانس په حواله، دغه تونل د هواکش سيسټم او څراغونه نه لري.

د ژمي پر مهال د لارې وضعه نوره هم خرابه وي. حجت مير ويلي په دې وخت کې سړک ډېر ښوى او د موټرو د چپه کېدو خطر هم وي. دى وايي که احتياط ونه شي، موټر کندې ته ښويېږي او يا هم ټکر کوي.

دوه کاله مخکې چې کله يوه زرورور برفکوچ پر دې لار په لسګونو موټر لاندې کړل تر ١٦٠ زيات مسافر او ډرېوران مړه شول.

موټرچلوونکي او چارواکي وايي، کله چې تېر کال پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو مخه ونيوله، نړيوال ائتلاف له شمال څخه له دې غزېدلې لار د ګټې اخيستو پرېکړه وکړه، چې دغه لويه لار يې ډېره ويجاړه کړه.

خو د سالنګونو د ساتنې امر جنرال رجب له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل له يوې مياشتې د دې لارې پر بيارغونې د ماښام له شپږو د سهار تر شپږو کار روان دى او هغه کار چې مخکېني شرکت تېر کال کړى و، زياتې ستونزې يې درلودې چې له شرکت څخه تاوان اخيستل شوى. جنرال رجب وايي د دې لارې زياتې برخې اوس رغول شوي:

”د سالنګ تونل شمال لوري ته دُخولي لار ورغول شوه، هغه اوبه چې په تونل کې دننه ولاړې وې، ايستل شوې او پاککاري وشوه. د سالنګ د جنوبي برخې کار هم بشپړ شوى، شمال لوري ته کار لا روان دى”

خو افغان موټرچلوونکي حاجي حجت مير ويلي، دوى چې کومې پيسې ګټي، له اتيا تر ٩٠ فيصدو يې بېرته پر دې لار ورڅخه مصرفېږي.
XS
SM
MD
LG