په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس هڅه کوي چې حقاني شبکه د تروریستي ډلو په لست کې شامله کړي، د افغانستان د ملي امنیت اداره دا شبکه د ملي شورا پر ودانۍ او د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال پر کور د حملې په پلان کولو هم تورنوي.
د ملي امنیت ریاست وایي چې ټاکل شوې وه دا حمله د تیرې یکشنبې ورځې په سهار ترسره شي خو د دې ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا د خاصو عملیاتو په ترڅ کې شنډه شوه.
د ملي امنیت د ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د نیول شوې ډلې شپږ واړو نیول شوو غړو اعتراف کړی چې دوي حقاني شبکې پورې مربوط دي:
"نیول شوو کسانو دا منلې، چې د حقاني شبکې غړي دي او پوځي زده کړې او د ځان وژونکو حملو د واسکټونو کارول یې د وزیرستان په میرانشاه کې زده کړي.
دوي د ملي شورا پر ودانۍ د وسله والې حملې لپاره افغانستان ته را لیږل شوي وو".
دې شپږ تنو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې یو کور په کرایه نیولی وو او دې کور ته یې وسلې او چاودیدونکي مواد هم انتقال کړي وو.
د شفیق الله طاهري په خبره کومه ویډیو چې د دې کسانو له خوا ثبت شوې څرګندوي چې دوي د ملي اردو او د ملي امنیت په پخواني یونیفورم کې ځانونه حملې ته تیاروي.
په عین حال کې د ملي امنیت د ریاست د ویاند مرستیال د یوې بلې شبکې د نیولو خبر هم ورکړ، چې هدف یې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د ځان وژونکو حملو ترسره کول وو:
" د دې ډلې مشر غلام دستګیر اعتراف کړی چې دوي غوښتل د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې چې ډیره ګڼه ګوڼه ولري او خلک د اختر په درشل کې بېلابېلو مارکیټونو ته ورځي، په همداسې یوه مارکیټ کې حمله ترسره کړي".
ښاغلي طاهري وویل، چې دې درې کسیزې ډلې څو ځلې د کاپیسا ولایت له تګاب او نجراب ولسوالیو څخه په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه قومندان ته وسلې او مهمات لیږدولي وو.
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت اداره د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې تل د وسله والو مخالفانو د ډیرو خوځښتونو د مخنیوي خبره کړې خو داسې انتقادونه هم شته چې دا اداره د وسله والو مخالفانو د ډیرو حملو په کشف او شنډولو کې پاتې راغلې ده.