د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د نیمروز په ځانمرګو بریدو کې ایران لاس لري


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، د نیمروز په ولایت کې د ځان وژونکو بریدونو، نیول شوي عاملین، ایرانیان دي.

دوي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د نیمروز ولایت د دې مرګوني پیښې په هکله دې ایران سفارت له چارواکو پوښتنې وکړي، اریون او مربت خان منګل وویل:

«د دې پیښې سازمان ورکوونکي ایرانیان دي او نیول شوي هم دي.

ایران او پاکستان تل داسې ځان وژونکي بریدونه تنظیم کړي او زموږ بې ګناه هېوادوال یي په کې شهیدان کړي دي.»


د نیمروز ولایت د زرنج په ښار کې د سې شنبې په ورځ درې ځان وژونکو بریدونو، په سلګونو ملکي وګړي مړه او ټپیان کړل.

د نیمروز ولایت چارواکي وایي، دا بریدونه د زرنج ښار په بېلابېلو برخو کې هغه مهال رامنځته شول، چې ګڼ شمېر خلک کمکي اختر لپاره د میوو په اخیستلو بوخت وو.

د دې ولایت امنیتي مسئولین وايي، څه کم څوارلسو تنو غوښتل چې ځان وژونکي بریدونه وکړي، خو له دې شمېرې یوازې درې تنو وکړای شول چې ځانونه والوزوي.

امنیتي مسئولینو دا هم ویلي چې درې ځان وژونکي یي نیولي او دوه یي مخکې له دې چې ځانونه والوزوي، ویشتلي دي.

سربیره د نیمروز پر پیښو، په همدې ورځ په کندز ولایت کې هم یوه ځان وژونکې برید ترسره شو، چې د پنځو ماشومانو په ګډون په کې په لسګونو خلک وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړو د دواړو ولایتونو پیښې وغندلی او له حکومته یي وغوښتل چې عاملین یي ونیسي.

د جرګې ځینو غړو په نړېوالې ټولنې هم انتقاد وکړ، چې له امنیتي کارکوونکو سره یي مرستی کمزورې دي.

د جرګې غړې نظیفه ذکي وویل، که کشفي او امنیتي ارګانونو سره لازمې مرستې وشي وبه توانیږي چې د دې ډول بریدونه مخه ونیسي:

«د امنیتي او استخباراتي ارګانونو تشکېلات باید پراخ او له پرسونل سره يي لازمې مرستې وشي، که دا کارکوونکې تشویق شي د ډیرو بریدونه مخه به ونیسي.»

ویل کېږي، ایران او پاکستان تل هڅې کړي چې په افغانستان کې د سولې بهیر ستونزمن کړي.

د ولسي جرګې غړو په حکومت هم انتقاد وکړ، چې د پاکستان او ایران د لاسوهنو او ورانکاریو په وړاندې اقدام نه کوي.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG