د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د خاص ارزګان اوسېدونکي د وسلوالو له زور زیاتي نه پوزې ته راغلي


د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د غیر مسووله وسلوالو کسانو له زور زیاتي څخه تنګ راغلي.

دوي چې د چهار شنبې په ورځ یې د ملي شورا مخې ته خیمه وهلې وه، له دولت او ملي شوار څخه د عدالت غوښتنه وکړه.

د ارزګان اوسېدونکو ویل، چې د شاولي او عبدالحکم شجاعي په نومونو دوه سیمه ییزو غیر مسوولو کسانو یې کورونه لوټ او سوځولي، بې ګناه کسان یې وژلي او د خلکو مالونه او ځمکې یې غصب کړي دي.

د ارزګان دغو لسګونو اعتراض کوونکو ویل، چې دې خپل سرو وسله والو چې پخوا یې په سیمه ییزو پولیسو کې وظیفې درلودې پر خلکو یې ډول ډول زرو زیاتی کړی.

د دوي په خبره دغو دوو کسانو په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۱۲۲ تنه وژلي، ۱۵ سوه جریبه ځمکه یې غصب کړې، ۱۸۰ کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړي او ۱۵۰ کورونه یې سوځولي دي.

د ارزګان اوسېدونکي محمد حنیف حنیفي، چې د نورو اعتراض کوونکو په استازیتوب یې خبرې کولې وویل، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۵ میرمنې، ۲۰ ماشومان ،۱۴ سپین ږیري او نور ځوانان دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت او ملي شورا څخه وغوښتل چې د دې زرو زیاتي مخه دې ونیسي.

د ارزګان اوسېدونکي تور پورې کړ، چې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي او د ملي شورا ځینې غړي د شجاعي ملاتړي دي خو دوي د چاه نوم وانه خیست.

هغوي ویل، چې تیرکال شجاعي نیول شوي و خو د ځینو لوړ پوړو چارواکو له خوا چې له هغه سره نژدې قومي او ګوندي اړيکې لري له بند نه ازاد شو.

د افغانستان د مدني ټولنې د همغږی مرکز غړیو هم له دولت څخه وغوښتل، چې ژر دې د تورنو کسانو د نیولو لپاره اقدامات وکړي، د دې ټولنې اجرایوي غړي اجمل هوډمن زیاته کړه د خواشینۍ خبره دا ده چې د سیمې د خلکو او شکایتونو او د دولتي ادارو له خبرېدو سره سره تر اوسه په دې اړه قانوني اجراات نه دي شوي.

ښاغلي هوډمن وویل، د نورو دولتي ادارو د سکوت ترڅنګ پر دې ټولو پېښو د بشري حقونو کمیسیون هم سترګې پټې کړې او نړېوالو سازمانونو هېڅ غبرګون ندی ښودلي.

د ارزګان چارواکو څه موده مخکې ویلي وو، چې شجاعي غیر مسوول او خپل سره وسلوال دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د شجاعي د نیولو لپاره یې هڅې چټکې سستې کړي دي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG