د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د حقاني د شبکې په اړه چې له پاکستان سره اړیکې لري، خپله اندېښنه په ډاګه کړه او ویې ویل دوي په دې غور کوي چې د کانګرس له کلکې غوښتنې وروسته دا ډله د تروریستي ډلې په توګه وپېژني کنه ؟
د ولسمشر بارک اوباما ادارې بیا بیا غوښتنه کړې، چې پاکستان دې دا وسلواله ډله کنترول کړي، خو تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د حقاني شبکه د تروریستانو په تور لیست کې شامله کړي.
ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ هغه لایحه لاسلیک کړه، چې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو اکثریت تصویب کړې او له مخې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ته دیرش ورځې وخت ورکړل شوی دی، څو وڅېړي چې ایا د حقاني شبکه د یوې تروریستي شبکې په ځانګړتیاوو برابره ده کنه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، موږ د حقاني د شبکې د کړونو په اړه د کانګرس په اندېښنو کې شریک یوو.
په دې اړه، چې ایا هیلري کلنټن به د حقاني شبکې د تروریستي شبکو په لیست کې شامله کړي کنه نولاند پرته له دې چې ډير جزییات ورکړي وویل کلینټن دا مهال دا مسله څیړي او غور پرې کوي.
امریکايي چارواکي د حقاني شبکه په افغانستان کې د ځینو مهمو بریدونو په ترسره کولو تورنوي، چې په دې کې کابل په یو هوټل برید چې اتلس کسان په کې ووژل شول او همدارنګه په کابل کې د امریکا پر سفارت حملې شاملې دي.
د امریکا د ټولو ځواکونو پخوانی لوی درستیز مایک مولین مخکې له دې چې دنده پریږدي ویلي یې و، د حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې یا اۍ ایس اۍ وسلوال بازو دی.
د امریکا سنا او د استازو مجلس په خپلو پریکړلیکونو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د حقاني شبکه دې د تروریستي ډلو په لیست کې شامله کړي، چې له دې سره به د حقاني شبکې ټوله پانګه کنګل شي او له دې شبکې سره به مالي مرسته یو جرم وي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې شبکې ځینې غړي په تور لیست کې شامل کړي دي خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې دا شبکه د تروریستي شبکو په تورلیست کې شامله کړي او لامل یې هم د پاکستان سره د حقاني د شبکې نژدې اړیکې دي.
د فرانسې خبري اژانس د مایک مولین د څرګندونو په رڼا کې وايي، که چېرې د حقاني شبکه د تروریستي ډلو په تور لیست کې شامله شي، له دې سره به پاکستان د تروریزم د یو رسمې ملاتړي هیواد په توګه یاد شي. چې دا کار به له اسلام اباد سره همکاري ستونزمنه کړي او په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره له طالبانو سره یو جوړجاړي ته رسیدل ګران کړي.
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي د پاکستاني پوځي چارواکو څخه یې ځینې داسې نښې نښانې ترلاسه کړي چې دوی به په نژدې راتلونکې کې ددې شبکې په وړاندې ګام پورته کړي.