د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

سلګونه ځوانان د پاکستان د بریدونو ځواب ته چمتو دي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په ختیځو پولو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو مخامخ کیدل، د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو دوام او په مزارشریف کې پر واټونو د ایراني ډپلوماتانو نوم ایښودو ته خپل ډیر مطالب ځانګړي کړي دي.

باور:

باورغیر دولتي ورځپاڼې د افغان سرحدي ځواکونو له قوله لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو پر سرحدي پوستو بریدونه کړي، دغه راز دې ورځپاڼې د قومي مشرانو په حواله لیکلي چې سلګونه ځوانان د پاکستان د دې بریدونو ځواب ورکولو ته چمتو دي، خو د مرکزي حکومت امر ته انتظار باسي.

باور د کونړ د دانګام د ولسوال له قوله لیکي، چې د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو پرضد عامو خلکو د دوي ملا تړلې خو د وسلو له کموالي سره مخامخ دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم پر دانګام د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه یو مطلب خپور کړی او د سرحدي ځواکونو د مسوولانو په حواله یې لیکلي چې پرون سهار په دې حملو کې شپږ تنو پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرنوشت او ویسا غیر دولتي ورځپاڼو د ولسي جرګې د ځینو هغو وکیلانو خبرې هم را اخیستي چې ویلي یي دي که چیرې د مالیې پر وزیر عمر زاخیلوال د اداري فساد تورونه ثابت شي نو ښایي چې د ولسي جرګې له خوا استیضاح او سلب صلاحیت شي.

ویسا د پاکستان د نوای وقت ورځپاڼې په حواله په یو بل مطلب کې لیکلي چې د طالبانو مهم چارواکی ملا عبدالغني برادر له بنده خوشی شوی او دا مهال په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره نظر بند دی.

خدمتګار:

خدمتګار غیردولتي ورځپاڼې هم پر افغانستان د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه مطلب خپور کړی او وایی چې د افغانستان له خوا چوپه خوله پاتې کیدل نوموړی هیواد نور هم زړور کړیدی.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان یرغل پرون شڼد کړای شو او سرحدي ځواکونو ویلي چې له دې وروسته به دوی د پاکستان د بریدونو پرضد غلي پاتې نشي بلکې هغوی ته به په ټینګه ځواب ورکړي.

محور غیردولتي ورځپاڼې د خپلې نن ورځې په ګنې کې د بلخ د والی عطا محمد نور یو غټ تصویر کښلی او پردې تصویریې لیکلي چې،سپاه پاسداران جاده.

دا ورځپاڼه په همدې اړه لیکي چې د بلخ اداري غونډې ویلي چې هیڅوک د دوی د پریکړې مخالفت نشي کولای.

په مزار شریف کې د ایراني ډپلوماتانو په نوم د واټونو نومونه سخت غبرګونونه را پارولي او ملی شورا هم دا عمل ناسم بللی او هغه یې په ټینګه غندلې دی.

خدمتګار ورځپاڼې هم په دې اړه، له واټ سره مخالفت له طالبانو ملاتړ دی، ترعنوان لاندې لیکلي چې ډیر د افسوس ځای دی ،هغو کسانو چې غوښتل یې د افغانانو ترمنځ نفاق پیدا او دا هیواد خراب کړي،نن د هغوی په نومونو په مزار شریف کې واټونه نومول کیږي.
XS
SM
MD
LG