د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۵

نړۍ

پاکستان: له وسله والو سره په نښتو کې درې عسکر او ۲۳ وسله وال وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، د سې شنبې په ورځ په ورکزۍ ایجنسۍ کې له وسله والو سره په نښتو کې درې عسکر او لږ تر لږه ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د افغانستان پولي ته نږدې قبایلې سېمو کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي او غواړي چې دا سېمې له وسله والو پاکې کړي.

چارواکې وایي، په عملیاتو کې یو شمېر عسکر ټپیان شوي دي.

د مرګ ژوبلې راپورونه مستقبلو منابعو نه دی تائید کړې.

وسله وال د پاکستان له قبایلې سېمو څخه په افغانستان کې په افغان او ایتلافې ځواکونو حملې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خلیج همکارۍ شورا: ایران دې د سیمې هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي

د خلیج د همکارۍ شورا یوه غونډه

د خلیج د همکارۍ شورا له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي نایف الحجرف پر ایران غږ وکړ چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د بس کولو ترڅنګ د «ترورېزم» ملاتړ ودروي.

ده د امریکا متحده ایالاتو او د خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ همکارۍ د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.

سعودي عربستان او امریکا په ځلونو ایران تورن کړی چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.

امریکا کې د بایډن تازه سپارښتنه: هر څوک چې کرونا واکسین کوي ۱۰۰ ډالره ورکړئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د ایالتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره هر چا ته چې واکسین کوي، ۱۰۰ ډالره ورکړي.

ده همداراز امر کړی، هغه دولتي کارکوونکي چې واکسین نه‌کوي باید پرله‌پسې ټستونه ورڅخه واخیستل شي او ماسک دې جبري شي.

د نویو مقرراتو پر اساس، که د فدرالي حکومت مأمورین د واکسین کارت ونه‌لري، باید تل ماسک ولري او مجبوره به وي چې پرله‌پسې ټسټ وکړي.

په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

ترکیه کې اور لګېدو لږترلږه ۳ کسان مړه کړي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي

د ترکیې په جنوبي ساحل کې لګېدلی اور

د ترکیې په جنوبي ساحل کې د اور لګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې د انتالیا په ختیځ کې دا تر ټولو پراخه اور لګېدنه بلل شوې ده.

په دې ځای کې خورا زیات هوټلونه او تفرېحي ځایونه شته.

دغه اور پرون پنجشنبه بل شو چې د مړه کولو لپاره‌یې په سلګونو اور وژونکي او څرخي الوتکې لاس په کار شوې دي.

بلېنکن: د اټمي موافقې پر سر ایران سره خبرې په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اټمي موافقې پر سر له ایران سره د خبرو بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای او اوس هغه وخت دی چې ایران باید پرېکړه وکړي.

ده پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو اټمي موافقې ته د بېرته ګرځېدو لپاره خپل ښه نیت او لېوالتیا ښوولې او اوس «توپ د ایران په میدان» کې دی.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "حقیقت دا دی چې ایران باید پرېکړه وکړي، په دې اړه اساسي پرېکړه چې ایا غواړي خپلو ژمنو ته راوګرځي که نه، هېڅ انحراف دا اساسي واقعیت نه‌شي بدلولی. توپ د ایران په میدان کې دی، وبه ګورو چې دوی موافقې ته د بېرته راګرځېدو پرېکړې ته لازم چمتووالی لري که نه، موږ خبرو اترو ته ژمن یوو، خو دا بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای."

ایران او امریکا په موافقه کې د نورو شاملو غړو په منځکړیتوب د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ۶ پړاوه غیر مستقیم خبرې کړي څو ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو او د امریکا د بندیزونو نرمولو ته چمتو شي.

سویډني چارواکو یو شمېر توقیف شوي افغان پناه غوښتونکي خوشې کړل

ارشیف، د سویډن پولیس

سویډني چارواکو یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي وو او په توقیف کې ول، خوشې کړل.

د سویډن د راډیو له راپور سره سم، ټاکل شوه چې دا کسان د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته واستول شي، خو سویډن د افغانستان حالاتو ته په کتو د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پرېکړه واخیسته او نیول شوي کسان‌یې خوشې کړل.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر د درې میاشتو لپاره وځنډوي ځکه چې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نړۍ کې تر اوسه د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی

د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د رسمي شمېرو پر اساس، د اروپا په وخت د پنجشنبې تر ماسپښینه د جولای ۲۹مې پورې په درسته نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد ۴ میلیارده او ۳۰۲ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.

په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، یو میلیارد او ۶۰۰ ډوزه،، په هند کې چې د نفوس له پلوه د نړۍ دوهم ستر هېواد دی، ۴۵۱ ملیون ډوزه او په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې لا هم د نړۍ بې‌وزله هېوادونه د واکسین له کموالي سره مخامخ دي.

۸،۲ رښتر درجې زلزلې د الاسکا ټاپو وزمه ولړزوله

ارشیف، د الاسکا ټاپو وزمې یوه څنډه

د رښتر په کچه ۸،۲ درجې زلزلې نن د الاسکا ټاپو وزمه لړزولې ده او په پاسیفیک سیمه کې د څونامي د خبرداري سبب شوې.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن وویل، د ۳۵ کلیو مترو په ژورتیا دا زلزله د الاسکا د تر ټولو لوی ښار پیري ویل په ۹۱ کیلومترۍ کې جنوب لوري ته شوې ده.

د دې ادارې په وینا په سیمه کې دوه ځلې تر زلزلې وروسته ټکانونه هم احساس شوي دي.

تر اوسه پورې د مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د الاسکا په جنوبي برخو، د الاسکا په ټاپو وزمه او د پاسیفیک په ساحلي سیمو کې د څونامي خبرداري ورکړل شوي دي.

اوکراین کې د الوتکې د لوېدو پېښې یو پیلوټ او ۳ امریکایان ووژل

اوکراین کې لویدلې الوتکه

د اوکراین په لویدېځ کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پېښه کې یو ځایي پیلوټ او درې امریکایان وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې دا الوتکه په ځایي وخت غرمه مهال په ایوانو فرنکیوسک سیمه کې له یوه کور سره ولګېده.

وژل شوي امریکایي مسافر د امریکا هسدیک یهودان بلل شوي دي، دا خبره د اوکراین د یهودانو متحدې ټولنې کړې ده.

د پولیسو په وینا له هغه کوره چې دا الوتکه پرې لګېدلې، یوه مېرمن او دوه ماشومان روغ وتلي دي.

جو بایډن د بلاروس د اپوزسیون له مشرې سره وکتل

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن او د بلاروس د اپوزسیون مشره سویتلانا څخانوسکایا

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د بلاروس د اپوزسیون له مشرې سره چې په جلاوطني کې ژوند کوي، په سپینه ماڼۍ کې وکتل.

جوبایډن تر دې غونډې وروسته وویل، امریکا د بلاروس له ولس سره ولاړه ده.

ترغونډې وروسته سویتلانا څخانوسکایا وویل چې خپل پيغام یې د امریکا تر ولسمشره ورساوه: "د دې لپاره چې د ولسمشر کاري پروګرام ډېر بوخت دی. موږ ډېر وخت نه درلود، شااوخوا پنځلس دقیقې مو خبرې وکړې، خو دا ډېر تود هرکلی و. ما داسې څوک ولیدل چې بې تفاوته نه دی، هغه څه چې په بلاروس کې پېښیږي هغه ته بې تفاوته نه دی."

څخانوسکایا زیاته کړه چې ولسمشربایډن ورته ویلي دي چې په بلاروس کې مبارزه د سیاسي جغرافیې لپاره نه ده، هلته د شخړو او بې قانوني پرضد مبارزه ده.

په بلاروس کې وروسته تردې کړکېچ رامنځته شو چې الکساندرلوکاشینکا پروسږکال د اګست د میاشتې په انتخاباتو کې د شپږم ځل لپاره د ولسمشر په توګه اعلان شو.

د ده مخالفان وایي چې دې انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي او څخانوسکایا په کې بریالۍ شوې وه.

مېرمن څخانوسکایا غواړي چې بیا انتخابات وشي.

امریکا او هند ژمنه وکړه چې خپل امنیتي مشارکت به پراخوي

انتوني بلېنکن او اېس جی شنکر پرون په نوي ډیلي کې سره وکتل

د امریکا د متحد ایالاتونو او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې خپل امنیتي مشارکت به پراخوي.

انتوني بلېنکن او اېس جی شنکر پرون په نوي ډیلي کې سره وکتل. ښاغلي بلېنکن وویل، د افغانستان په ثبات کې د هند ونډه مهمه ده.

د بلېنکن او شنکر ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره چین په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅو ته مخه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرخبریالانو ته وویل، د امریکا او هند اړیکي د اهمیت له پلوه په نړۍ کې بې ساري دي.

ده زیاته کړه چې امریکا او هند به د افغانانو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په سیمه کې د ثبات لپاره خپلو هڅو ته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ادامه ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر بیا وویل چې نړیواله ټولنه یو خپلواک، ډموکراتیک او باثباته افغانستان غواړي چې له ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ بیا تماسونه پیل شول

د شمالي کوریا مشر

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ له ۱۴ میاشتې وروسته تماسونه بیا پیل شول.

د شمالي کوریا مشرانو تېرکال په یوه غونډه کې چې د دغه هېواد د مشر خور هم په کې ګډون درلود، له جنوبي کوریا سره د اړیکو لیکه او له سیول سره تماسونه پرې کړل.

خو اوس شمالي کوریا بیا پرېکړه کړې چې له جنوبي کوریا سره تماسونه پیل کړي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ پرون راپور ورکړ چې د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو د بیا پیلېدو پرېکړه د دوو هېوادونو د مشرانو له موافقې وروسته شوې ده.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس هم د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو بیا پیلېدا تایید کړې ده.

د پیسو نړیوال صندوق امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پیسو نړیوال صندوق په شتمنو هېوادونو کې د کرونا پرضد د واکسیناسیون د چټکوالي په خاطر په دغو هېوادونو په تېره بیا په امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ.

د دې صندوق په باور په وروسته پاتې هېوادونو کې به چې د واکسیناسیون بهیر په کې ورو دی، اقتصادي وده نوره هم کمه شي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د نړۍ اقتصادي وده په متوسط ډول ۶ سلنه زیاته شوې چې د تېرکال پرتله، خورا زیاته ده.

تېر کال د کرونا وبا په نړۍ کې اوج ته ورسېده او اقتصادي وده یې منفي ۳ اعشاریه ۲ ته ټیټه کړه.

بایډن: لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې یوه لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي.

ښاغلي بایډن پرون سې شنبې د امریکا د امنیتي ادارو چارواکو ته د وینا پر مهال د امریکا د ملي امنیت لپاره د روسیې او چین د ګواښونو یادونه وکړه.

ولسمشر بایډن د امریکا پر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د سایبري حملو زیاتېدو ته چې امریکايي چارواکو یې پړه پر چین او روسیې اچولې ده اشاره وکړه او ویې ویل چې که توده جګړه ونښلي نو دا به یوه حقیقي جګړه وي چې علت به یې وروستۍ نفوذي سایبري حملې وي.

د بایډن د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې د سایبري حملو له لړۍ وروسته هغه سایبري امنیت د خپلو اجراآتو لومړیتوب بللی دی.

د اوکراین ولسمشر د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ.

دا اقدام داسې وخت کېږي چې کییف هڅه کوي، د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په وړاندې په اووه کلنه جګړه کې له ناټو سره خپل ارتباطات ژور کړي.

دغه جګړه د اوکراین په ختیځ کې د اوکراییني ځواکونو او روس- پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ روانه ده.

د جمهوري ریاست ویاند سرهي نیکيفوروف پرون وویل چې جنرال والري زالژني به د جنرال روسلان خومچاک پرځای د اوکراین د دوه نیم لکه فعالو پوځیانو قومانده پرغاړه واخلي.

د جمهوري ریاست ویاند وايي، د دې بدلون هدف د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو ترمنځ د همږغۍ بهتري ده.

د المپيک سیالۍ؛ د جاپان تنس لوبغاړې چکۍ لوبغاړې ته لوبه بایلوده

د جاپان تنس لوبغاړې نې اومي اوساکا چې تمه‌یې لرله د المپیک د سرو زرو مډال به ګټي.

د جاپان تنس لوبغاړې نې اومي اوساکا چې تمه‌یې لرله د المپیک د سرو زرو مډال به ګټي له چکۍ لوبغاړې مارکتا وندروسووا څخه نن په درېیم رونډ کې، شپږ-یو او شپږ-څلور، لوبه بایلوده.

اوساکا چې څلور ځله‌یې د ګرانډ سلم لوبو اتلولي خپله کړې ده د المپیک د پرانیستونکو مراسمو پر مهال د المپیک د لوی مشعل د لګولو لپاره غوره شوې وه.

چکۍ لوبغاړې مارکیتا وندروسووا به اوس له اسپانوۍ لوبغاړې پاولا بادوسا یا نادیا پودروسکا سره چې د ارجنټاین ده، بله لوبه کوي.

د المپیک لوبې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د جولای په ۲۳مه پیل شوې او د اګسټ تر اتمې به روانې وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG