د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

په ناټو او امریکايي ځواکونو باندې وروستي بریدونه د اندیښنې وړ دي


د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا وایي، په افغانستان کې په امریکایي او ناتو ځواکونو باندې د وروستیو حملو له امله زیات اندیښمن دی.

پنیتا وایي، دښمنان هڅې کوې د افغان او ایتلافي ځواکونو ترمنځ موجود باور او اعتماد زیانمن کړي.

دی زیاتوي، دښمن په دې حملو سره غواړي ځان ته یو ډول اعتبار حاصل کړي.

په تېرو څو ورځو کې په بهرنیو ځواکونو باندې د افغان امنیتي ځواکونو د غړیو له خوا حملې زیاتې شوې وې او د جمعې له ورځې راهیسي پکې د افغانستان په جنوب او خیتځ کې ۷ تنه بهرني عسکر ووژل شول.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د دې حملو په اړه ډېر اندیښمن دی او دا ځکه چې په دي کی انسانان وژل کیږي او دا حملې دغه راز له افغان ځواکونو سره مشارکت ته هم زیان رسوي.

لیون پنیتا زیاته کړه، په بهرنیو عسکرو باندې په دې وروستیو حملو کې ۳۱ افغانانو برخه اخیستې او دا په هیڅ صورت د افغان امنیتي ځواکونو په فداکارۍ او قربانیو کې د کمښت معنی نه لري.

د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې دا هم وویل، دا چې طالبان ولې له دې ډول حملو څخه کار اخلې، یو دلیل یي دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر ښه قوي شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه، چې په ایتلافي ځواکونو باندې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره به د استخباراتې او کشفې ماموریتونو او دغه راز نورو لازمو اقداماتو څخه کار واخلي.

ویل کیږي، چې په روان کال کې هغو کسانو چې د افغان ملي پوځ یا ملې پولیسو جامې یي به غاړه وې، په ایتلافي ځواکونو۲۷ حملې کړې او په نتیجه کې یي ۳۷ بهرني عسکر وژل شوي دي.

تېر کال د دې ډول حملو شمېر ۲۱ و او ۳۵ تنه بهرني پوځيان په کې وژل شوې وو.
XS
SM
MD
LG