د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

په نوي کابل کې د ځمکې ستونزه مرستې اغیزمنوي


د جایکا یا د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې یوه مسوول "توشیوکې ایواما"
د جایکا یا د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې یوه مسوول "توشیوکې ایواما"
د جاپان د نړیوالو همکاریو اداره یا جایکا وایي، چې دا اداره د یو لړ شرایط پر اساس د نوي کابل له پروژې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جایکا یوه مسوول د سې شنبې په ورځ د نوي کابل له پروژې سره د څوارلس ملیونه ډالرو تازه مرستو د اعلان پرمهال وویل؛ چې د شخصي جایدادونو استملاک کول د دې ادارې له مخکینو شرایطو څخه بلل کیږي.


د نوي کابل د پروژې یوه تر ټولو لویه مرسته کوونکې اداره خبر داری ورکوي؛ که چیرې افغان حکومت د دې پروژې د عملي کېدو په سیمه کې د ځمکې ستونزه هواره نه کړي؛ نو د دې ادارې د مرستو پر دوام به منفي اغیزه وکړي.

د جایکا یا د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې یوه مسوول "توشیوکې ایواما" د سې شنبې په ورځ د نوي کابل له پروژې سره د تازه مرستو د اعلان پرمهال آزادي راډیو ته وویل؛ چې افغان حکومت باید له هغو خلکو سره سم او قانوني چلند وکړي چې د نوي کابل د پروژې د عملي کیدو په سیمه کې ځمکې لري:

"د ځمکې تصفیه باید په مناسب ډول ترسره او خلکو ته زیان باید په سم ډول ورکړل شي، له خلکو سره باید سمه سلا مشوره وشي او دا زموږ له اساسي شرایطو څخه دي ځکه نشو کولای؛ چې خلک له دې سیمې نه په زوره وباسو.

د افغان حکومت لپاره لازمه ده، چې له هغو خلکو سره چې په دې سیمه کې زیانمن شوي په مناسب ډول چلند وکړي."


ښاغلي ایواما وویل چې جاپان د جایکا د ادارې له لارې تراوسه د نوي کابل د پروژې د پراختیا له ادارې سره نږدې پنځه ملیونه ډالر مرسته کړې.

په عین حال کې د نوي کابل د پروژې د پراختیا مسوولان وایی چې د جایکا ادارې له څوارلس ملیونه ډالر تازه مرستو څخه به د نوي کابل د پروژې د لومړي پړاو د دولس کیلو مټره واټونو د جوړولو لپاره ګټه واخستل شي.

د نوي کابل د پروژې اجرایوي رییس ډپلوم انجنیر غلام سخي حسن زاده وویل چې د مالیې له وزارت سره د دې پروژې د تطبیق په سیمه کې د ځمکو د استملاک په اړه د دوی خبرې رواني دي.

انجنیر حسن زاده څرګنده کړه چې په باریک آب سیمه کې د ډیرو ځمکو ستونزه هواره شوې او هیڅوک حق نه لري چې په دې سیمه کې په خپل سر کورونه جوړ کړي:

"د باریک اب ځمکې د مالیې د وزارت لخوا دولتي اعلان شوي او په هغه ځای کې شخصي ځمکې نشته.

یوه برخه چې نږدې پنځه زره جریبه ځمکه ده هغه د هغو مهاجرو لپاره چې بیرته را ستنیږي د یوه کیمپ په توګه په نظر کې نیول شوی، نوره ټوله یې دولتي ځمکه ده".


د نوي کابل د پراختیا د پروژې مسوولان وایی چې د دې پروژې رغونه په دریو پړاونو کې عملي کیږي او د راتلونکې لمریز کال تر پیل پورې به د خصوصي سکتور لخوا د اتیا زره کورونو د جوړیدو چارې پیل شي.

مخکې ویل شوي وو چې د نوي کابل په پروژه کې چې په باریک آب او ده سبز کې په دوه نیم لکه جریبه ځمکه کې عملي کیږي، کابو درې ملیونه وګړو ته کورونه جوړیږي چې د جوړیدو چارې به یې په دیرش کاله کې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG