د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۲

"سعودي ته د کرزي سفر د سولې د بریا لپاره ښه اقدام دی"


د سولې د عالي شورا غړی شهزاده شاهد
د سولې د عالي شورا یوشمیر غړي تمه لري چې د اسلامي همکاریو د سازمان په کنفرانس کې د ولسمشرکرزي ګډون په دې هیواد کې د سولې د پروسې لپاره ګټورتمام شي.

ولسمشرکرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ.

په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان په کنفرانس کې د ولسمشر کرزي ګډون ته د سولې د عالي شورا ځینې غړي په ښه سترګه ګوري او وایي، چې اسلامي هیوادونه د افغانستان په سوله اوثبات کې ښه رول لوبولی شي.

د سولې د عالي شورا غړي شهزاده شاهد وویل، چې د اسلامي هېوادونو په دې ډول لوی کنفرانس کې د افغانستان د روانې ستونزې یادیدل د پام وړ خبره ده او په پای کې یې د افغانستان په اړه د اعلامیې خپرول په دې هیواد کې د سولې پروسې د بریا لپاره خورا مهم اقدام دی.

مولوي شاهد د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې اسلامي هیوادونو او د اسلامي هیوادونو کنفرانسونو ته په افغانستان کې د جګړې ښکیلې خواوې په ښه سترګه ګوري او غوښتنو ته یې هم ډیره پاملرنه کوي:

"که چیرې د اسلامي هیوادونو کنفرانس د افغانستان د قضیې د حل لپاره له شاملو خواوو نه څه وغواړي دا په خپل ځای د اعتبار وړ ده.

وسله وال مخالفان، حکومت او ټولې خواوې د دې کنفرانس د غوښتنې په اړه دا فکر کوي؛ چې اسلامۍ نړۍ په ټوله معنی زموږ د مسالې حل غواړي، نو دوی به په شرعي لحاظ هم دې موضوع ته په دقت سره ګوري".


اسلامي نړۍ پورې د اړوندو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د اوه پنځوس غړیو هیوادونو د مشرانو څلورمه فوق العاده غونډه د سعودي عربستان د پاچاه ملک عبدالله په بلنه د چهارشنبې په ورځ په مکه معظمه کې جوړیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره ولسمشر کرزی به له دې کنفرانس څخه وغواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سولې له پروسې سره لازمه مرسته وکړي.

خو د سیاسي چارو یوشمیر کتونکي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دې سازمان د رول په اړه شک څرګندوي او وایی چې په دې هیواد کې روانې جګړې او ستونزې سیمه ایزې او نړیوالې ریښې لري.

د سیاسي چارو کارپوه محمد یونس فکور هم په همدې باور دی او وایي، چې ښایي ولسمشرکرزی له دې کنفرانس څخه بیرته تش لاس را ستون شي:

"د اسلامي هیوادونو پاچاهان د خپلو ګټو لپاره را ټول شوي،دوی اسلام پلمه ګرځولی یو دکتاتور دی،بل پاچاه دی او بل ته په میراث حکومت رسیدلی چې د ساتلو په هڅه کې دی.

دا کنفرانسونه یوازې یوه اعلامیه خپروي او بس،تاسو لومړی سعودي عربستان ته وګورئ هیڅکه یې استخبارات زمونږ په هیواد کې سوله نه غواړي.

دلته جګړه ټوله د واک پر سردی، ترڅو د پاکستان استخبارات څه وایی دوی د خپل واک لپاره هماغه کوي".


ولسمشرکرزي او د سولې د عالي شورا ډیر شمیر غړو له وسله والو مخالفانو سره د سولې په برخه کې د اسلامي هیوادونو او کنفرانسونو په تیره د سعودي عربستان د پاچاه ملک عبدالله رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې هغه له خپل مذهبي نفوذ څخه په ګټې اخیستنې کولای شي وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سولې ته را مات کړي.

که څه هم لاتراوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې ولسمشرکرزی به د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د دې کنفرانس په څنډه کې د کومو هیوادونو له مشرانو سره وګوري خو ویل کیږي چې هغه به د سعودي عربستان له پاچاه ملک عبدالله سره هرو مرو وګوري او د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د پروسې په اړه به ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG