د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ډېر ژر به پاکستان په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وویل چې پاکستان امریکايي پوځ ته ویلي چې دوی د افغانستان سره په کرښه پرتو قبایلي سیمو د سخت دریځو وسلوالو ډلو خلاف د پوځي عملیاتو د پیلولو پلان لري. په دې سیموکې د القاعده سره تړلې د حقاني د شبکې مشران هم پټ دي.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس سره د مرکې پر مهال لیون پنیټا ویلي؛ د پاکستان د پوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قومندان جنرال جان الین سره په خبرو کې په دې عملیاتو بحث کړی.


د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس وايي، د اوږد ې مودې راهيسې امریکا له دې ستړې ده؛ چې پاکستان په خپلو قبایلي سیمو کې د هغو طالب وسله والو پر ضد د عملیاتو کول رد کړي؛ چې په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو او د هغو پر متحدینو بریدونه کوي.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د هغو ډلو خلاف عملیات کول نه غواړي، چې ورسره تاریخي اړیکې لري او که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ نو دا ډلې د پاکستان په کار راتلی شي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، دا نه پوهیږي، چې دا عملیات به کله پیلیږي، خو ورته ویل شوي، چې په نژدې راتلونکې کې به پیل شي او مهم هدف به یې هم پاکستاني طالبان وي نه د حقاني شبکه.

پینیتا سره له دې چې د دې عملیاتو مهم هدف د حقاني د شبکې مشران هم نه دي خو بیا هم د کیاني د دې پلان هرکلی کړی دی.

لیون پنیټا ویلي، دوی په دې اړه له اوږدې مودې خبرې کولې، که پاکه یې ووایم، ما په دې اړه چې دوی به کوم اقدام وکړي، هیله له لاسه ورکړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دوی غواړي دا ګام پورته کړ ي.

په افغانستان کې روان کړکیچ د یو بل اړخ په اړه د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي، دا ګوري چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اردو او پولیسو د سرتیرو له خوا پر امریکايي او نورو بهرنیو سرتیرو بریدونه زیات شوي دي او دا د دې نښه ده؛ چې طالبان د بریالیتوب لپاره هڅه کوي.

خو نوموړي وویل، چې ده ته په افغانستان کې امریکايي پوځي قومندانانو ډاډ ورکړی؛ چې دا بریدونه تر اوسه هم د انفرادي پېښې دي او په یوه اوږدمهاله لړۍ نه دي بدل شوي.

پنیټا زیاته کړه، سره له دې هم موږ پر وضیعت نژدي څارنه کوو. نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له منځه بریدونو چې په ترڅ ګې یې ګڼ شمېر افغان سرتیرو پر امریکايي او نورو بهرنیو سرتیرو ټوپکې اړولي په ځینو مواردو کې د ایتلافي ځواکونو خلاف د طالبانو د هغو غیرې عادي تکتیکونو نتیجه ده چې د جګړې په ډګر کې یې ماتې خوړلې او اوس تر کار اخلي.

د پنیټا په وینا وسلوال طالبان د مخامخ جګړې له لارې نه دي توانیدلې چې هغه سیمې چې په تیرو دوو کلونو کې یې له لاسه ورکړي بیرته ونیسي، نو له همدې کبله دوی داسې غیر عادي بریدونو ته چې د سړک د غاړې چاودنې او د افغان امنیتي ځواکونو له منځه بریدونه دي، زور ورکړی دی.

د نوموړې په باور دا ددې نښه ده چې طالبان مات شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړي دا د ولسمشر حامد کرزي هغې پریکړې ډاډه کړی چې د افغان امنتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو ځواکونو د وروستیو بریدونه بښنه وغواړي.

ولسمشر کرزي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو سرتیرو وروستي بریدونه غندلي او افغان چارواکو ته یې امر کړی چې په دې اړه د څېړنې وکړي او په راتلونکې کې په امنیتي ادارو او د روزنې پر مهال د بهرنیو پوځيانو امنیت خوندي کړي.

لیون پنیټا ویلي چې د پاکستان د پوځ سره یې اړیکې یوې ښې سطحې ته راپورته شوي او زیاته کړې يې ده چې جنرال جان الن اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال کیاني سره د حقانې د شبکې له کبله پر هغو اندېښنو هم خبرې کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

نوموړي ویلي چې جنرال کیاني داسې نښې نښاني ښودلې چې دوی په وزیرستان کې هم د عملیاتو پر یو پلان کار کو ي.

لیون پنیټا زیاتوي زموږ درک دادی چې هیله ده، دوی به په نژدې راتلونکې کې په دې اړه هم ګام پورته کړي. زه دا نه شم ویلي چې کله خو هغه نښې نښاني چې موږ سره شته ښيي چې دوی به دا کار زر ترسره کړي.

پاکستان دا رد کړی او ویلي یې دي د دوی ځواکونه د هغو پاکستاني طالبانو خلاف عملیات کوي چې د پاکستان د حکومت سره په جګړه کې دي.
XS
SM
MD
LG