د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۱

د پاکستان ولسمشر په قبایلي سیمو کې د محلي حکومت جوړول غواړي


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
ټاکل شوی ده چې په نژدې راتلونکې کې به د پاکستان په قبایلي سیمو کې داسې محلي حکومتونه رامنځ ته شي چې له مخې به یې قبایلي خلک خپله خپل ځايي چارواکي د انتخاباتو له لارې ټاکي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرادري دا اعلان د پاکستان د ازادۍ د شپږ شپیتمې کلیزې په مناسبت په وینا کې کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي، ټاکل شوې ده، چې ډیر زر به په قبایلي سیمو کې خلک د دې حق ولري؛ چې خپل محلي حکومتونه د انتخاباتو له لارې خپله انتخاب کړي.

دا نوی سیسټم به په قبایلي سیمو کې د لسګونو کلونو د هغو زوړ اداري سیستم ځای ونیسي؛ چې په کې واک د یوې ډلې قبایلي مشرانو او د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا له ټاکل شویو حکومتي ایجنټانو سره دي.

ولسمشرز رداري دا بدلون د پاکستان د خپلواکۍ د شپږشپیتمې کلیزې په مناسبت وینا کې اعلان کړ او ویې ویل؛ چې دا بدلون د قبایلي سیمو د خلکو د غوښتنې او د دوی د دود دوستور سره سم رامنځ ته کېږي:

"راتلونکی کال به په قبایلي سیمو کې خپله د خپل حکومت د ټاکلو پیل وي؛ چې د قبایلي ولس د غوښتنې او د دوی له دود دستور سره به سم وي.

دا د خلکو، هېواد او د دې سيمې د سولې او ثبات په برخه کې زموږ مسوولیت دی؛ څو دا سیمې د پاکستان د ټولنې په ملي تګلوري کې شاملې شي. "


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري زیاته کړه، چې دوی تیر کال هم سیاسي ګوندونو ته په قبایلي سیمو کې د فعالیت د اجازې په ورکولو په دې برخه ګام اخیستی و او ورپسې به نور ګامونه هم پورته کړي.

پاکستان اوه قبایلي سیمې لري، چې د یو شمېر قبایلي مشرانو او پولیټکل ایجنټانو په نوم د هغو چارواکو له خوا اداره کېږي؛ چې په مستقیمه توګه د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کېږي.

د دې اقدام په اړه په پاکستان کې د قبایلي چارو کارپوهان څه وايي؟ وکیل او د قبایلي مسالو څیړونکی شهاب الدین دا د حکومت د ستاینې وړ ګام بولي او وايي؛ په قبایلي سیمو کې د خلکو ژوند له ډیرو ستونزو ډک دی، دغلته دا مهال واک له څو قومي مشرانو او پولټیکل ایجنټ سره دی او خلکو ته د ژوند اسانتیاوې نشته.

د شهاب الدین په وینا له دې بدلون سره به د قبایلي سیمو د خلکو په ژوند کې هم بدلون راشي.

خو یو شمېر نور کارپوهان وايي، په قبایلي سیمو کې لا هم تندلارې واکمن دي، دغلته په زرګونو پاکستاني پوځیان د دې وسله والو ډلو خلاف عملیات کوي او په دې سیمو کې امن نه شته.

د دوی په وینا دا نوی نظام به هلته ګټور وي، چې د قبایلي ایجنسیو خلکو ته امن برابر شي. لیکوال او سیاسي کارپوه عقیل یوسفزي په دې اړه د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل؛ چې دا ښه بدلون دی خو څو چې په قبایلي سیمو کې امن نه وي دا عملي کیدای نه شي.

ویل کېږي، په قبایلي سیمو کې اوسنی نظام په دې نه دی توانیدلی چې د دې سیمو د خلکو رضایت خپل کړي؛ ځکه خو په دې سیمو کې سخت دریځو ډلو ته د نفوذ پراختیا اسانه شوې ده او دا ډلې په کې پیاوړي شوي دي.

دا مهال د وزیرستان په شمول په یو شمېر قبایلي سیمو کې وسله والې ډلې اډې لري؛ چې د ننه په پاکستان او د کرښې اغاړه په افغانستان کې بریدونه کوي.

ویل کېږي، چې د پاکستان د حکومت د دې اقدام هدف له دې سیمو څخه د سخت دریځو ډلو په شا کول دي.
XS
SM
MD
LG