د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

"د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په افغان حکومت کې اصلاحاتو اړتیا ده"


په افغانستان کې دامریکا نوی سفیر، د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو جلبولو او سیاسي ملاتړ ته، په هېواد کې د اصلاحاتو راوستل مهم ګڼي.

جیمز کنینګهم وايي، د ټوکيو په کنفرانس کې مهمه موضوع دا وه، چې افغان حکومت باید د ښې حکومتدارۍ رامینځته کولو او د اداري فساد پرضد مبارزه کې جدی او پراخې هڅې وکړي.

جیمز کنینګهم چې په افغانستان کې یې د امریکا د سفیر په توګه په لومړي خبري ناسته کې خبرې کولې؛ له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې د اصلاحاتو په راوستلو کې دې، لازم اقدامات وکړي:

"موږ ټول پوهیږو، چې په افغانستان کې فساد یوه طبیعي موضوع ده او په ټولو هغو هېوادونو کې چې پراختیایي نه ده کړې؛ لیدل کېږي.

د ټوکيو د کنفرانس یو پیام دا و، چې افغان حکومت یې باید پرضد مبارزه وکړي.

د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو راوستل کولی شي، له دې هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې باوري کړي؛ چې دا ضروري ده. "


ده وویل، امریکا چمتو ده چې، له افغان حکومت سره د مرکزي او سیمه يیزو ادارو د ظرفیتونو په لوړولو کې مرستې وکړي.

ده وویل، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لیږدیدل په دې مانا نه دي؛ چې کواګې نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پریږدي.

ده وویل، په دې هیواد کې به د امریکا د سفیر په توګه هڅه وکړي؛ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې لاټینګې او د دې هېواد له د اقتصادي پراختیا او د سولې له بهیر سره لازمې مرستې وکړي.

"زما دنده به دا وي، چې د امنیتي مسوولیتونو په برخه کې، په اقصادي پراختیا، سولې او د دوه څوارلسم کال په انتخاباتو کې له افغانانو سره مرسته وکړم. "

پخوا تردې هم امریکایي چارواکو او ډیپلوماټانو له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د اداري فساد پرضد مبارزه او د ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو ته دې هڅې جدي کړي.

د افغانستان جمهور ريیس په دې وروستیو کې د اصلاحاتو د راوستلو په مقصد یو فرمان صادر کړي او ټول وزارتونه یې مکلف کړي؛ چې پلې ته یې اقدامات وکړي.

جیمز کنینګهم چې پخوا په افغانستان کې د امریکا د سفیر "رایان کراکر" مرستیال و، په دې وروستیو کې د جمهور ريیس اوباما له خوا په افغانستان کې د هغه هېواد د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

جمیز کنینګهم د دوشنبې په ورځ جمهور ريیس کرزي ته خپله باور پاڼه هم وړاندې کړې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG