د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ولسشمر کرزي د دفاع پخوانی وزیر د خپل لوړ رتبه سلاکار په توګه وټاکه


د دفاع پخوانی وزیر او ولسمشر نوی لوړ رتبه سلاکار جنرال عبدالرحیم وردک
د دفاع پخوانی وزیر او ولسمشر نوی لوړ رتبه سلاکار جنرال عبدالرحیم وردک
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي پرون د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ د خپل لوړ رتبه سلاکار په توګه وټاکه.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې په پوځي برخه کې د جنرال رحیم وردګ له کاري تجربو او پوهې څخه د موثرې استفادې په خاطر نوموړی په ملي اردو کې د اصلاحاتو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د پراختیا، روزنې او مجهز کولو په چارو کې د جمهوري ریاست لوړرتبه سلاکار ټاکل شوی دی.

جنرال وردګ تیره اونۍ وروسته له هغې چې ولسي جرګې ورته د عدم اعتماد رایه ورکړه، له خپلې دندې استعفا وکړه.

جنرال وردګ او د کورنیو چارو پخوانی وزیر بسم اله محمدي څه باندې یوه اونۍ مخکې د افغانستان پرختیځو سیمو د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر ولسي جرګې سلب اعتماد کړل.

ولسمشر کرزي دوی دواړه پریښودل، چې د سرپرست وزیرانو په توګه خپل کارته دوام ورکړي؛ خو جنرال وردګ له دې کاره ډډه وکړه او تیره اونۍ یې استعفا وکړه.

ولسمشر کرزي د یوه فرمان له مخې د خپل لوړرتبه سلاکار په توګه د جنرال وردګ ټاکنه منظور کړې، هغه یې یو پوه او تجربه لرونکی جنرال یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جنرال رحیم وردګ د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ده په باور ورګ د افغانستان د ملي اردو لپاره د پلار حیثیت لري او تل به په همدې نوم یاد شي.

الن ویلي، وردګ له ډیرو پوځي مهارتونو څخه برخمن دی، چې دی یې د رهبري مهمو پوستونو ته رسولی دی.

د فرانسپرس په وینا جنرال وردګ چې ولسمشر کرزي ته ډېر نژدې و او له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، د دفاع د وزرات له چوکۍ څخه د هغه لیرې کېدل د ولسمشر کرزي د حکومت لپاره یوه ضایعه بلل کیږي.

ولسمشر کرزي دواړه وزیران چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازو په خپلو دندو کې د بې کفایتۍ په خاطر سلب اعتماد کړي و، پوه او تجربه لرونکي نظامي شخصیتونه وبلل اوهغوی یې د امان الله خان پرسترمډال وویاړل.
XS
SM
MD
LG