د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۷

کننګهم د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان د راکټي حملو مساله ګونګه وبلله


په کابل کې د امریکا نوی سفیر جیمز کننګهم
په کابل کې امریکا نوي سفر د هغو انتقادونو ځواب ویلیي؛ چې امریکا ویلي، له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون له موجودیت سره سره د پاکستان د راکټي حملو ځواب نه وايي.

جیمز کننګهم ویلي، چې د امریکا متحده ایالات په دې مسالې کې هغه څه کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون یې غوښتنه لري.



په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په ستراتیژیک سند کې راغلي؛ چې پر افغانستان د حملې په صورت کې امریکا او افغانستان هغې ته د ځواب ویلو لپاره لومړی مشوره کوي او دا هغه څه دي چې دوی کړي دي.

ښاغلي جیمز کننګهم په داسې حال کې چې د پاکستان له خاروې د افغانستان په ختیځو سیمو یې د راکټي حملو مساله ګونګه وبلله وویل، امریکايي چارواکو دا مهال له افغان او پاکستانیو چارواکو سره په د واقعیت د معلومولو لپاره په خبرو لګیا دي.

کننګهم چې د امریکا د سفیر په توګه یې په لومړي خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل:

"د ستراتیژیک مشارکت تړون وايي، چې که چیرې پر افغانستان حمله وشي، نو موږ به هغې ته په تر ټولو غوره لار د ځواب ویلو په اړه مشوره کوو او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو.

لکه ما چې وویل، موږ له دواړو په کابل کې د ستاسو له مشرانو او په اسلام اباد کې د پاکستان له مشرتابه سره خبرې کوو، تر څو وپوهیږو، په اصلاً څه پیښیږي. "


پخوا تر دې د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړو، قومي مشرانو او عامو خلکو په بیا بیا انتقادونه کړي؛ چې امریکا ولې له افغانستان سره د ستراتیژیک سند په موجودیت کې د پاکستان راکټي حملو ځواب نه وايي.

د امریکا سفیر وویل، چې د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په اړه اوازې او راپورونه خپاره شوي دي.

خو هغه وویل، د افغانستان په دې ډیرو لرو پرتو سیمو کې د واقعیت ترلاسه کول، چې ریښتیا څه شوي دي، یو ستونزمن کار دی.

د کننګهم په وینا په دې مسالې کې د افغانستان او پاکستان د پوځي چارواکو ترمنځ همغږي ډيره مهمه ده او په دې اړه هلې ځلې دوام لري.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جان الن هم په همدې اړه له افغان او پاکستانیو چارواکو سره په تماس کې دی؛ تر څو ډاډمنه کړي، چې کومه غلط فهمي نشته.

ښاغلي کننګهم په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې افغان امنیتي چارواکي وايي، دغه حملې پاکستان کوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر بسم الله محمدي ویلي، دا حملې پرته له شکه د پاکستان پوځ او استخبارات کوي.

د ښاغلي کننګهم څرګندونې د ایساف ځواکونو د مسئولینو له دریځ سره هم یو څه توپیر لري، چې د پاکستان له خاورې یې د افغانستان په ختیځو سیمو راکټي حملې غندلې وې.
XS
SM
MD
LG