د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

افغان کتونکي د بلخ د چارواکو د مجازاتو غوښتنه کوي


د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نور
افغان کتونکي په مزار شریف کې د ابو مسلم خراساني واټ د ایراني ډیپلوماټانو په نامه کول د بلخ د چارواکو یو ستر خیانت بولي او د مجازاتو غوښتنه يې کوي.

د بلخ ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست وايي، چې دا کار يې د بلخ د والي عطا محمد نور د دفتر په وړاندیز کړې.

که څه هم د بلخ چارواکي دغو ایراني ډيپلوماټانو ته د شهید خطاب کوي، خو افغان کارپوهان بیا وايي، چې دوی د افغانستان د تجزيې پلان د پلې کولو هڅه کوله.


یو شمیر افغان کتونکي په مزار شریف کې یو مهم واټ ته د هغو ایراني ډیپلوماټانو نوم ورکول، چې د جګړې په کلونو کې په وژل شوي افغانانو ته سپکاوی بولي او د بلخ د چارواکو د مجازاتو غوښتنه کوي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي، چې د والي عطا محمد نور د دفتر په وړاندیز يې د ابو مسلم خراساني واټ د وژل شویو ایراني ډيپلوماټانو په نوم کړې.

د سیاسي چارو څیړونکې مطیع اله خروټي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په افغان دولت او ملي شورا غږ وکړ؛ چې دا مساله په جدي توګه تعقیب کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په مزار شریف کې دداسې کوم اقدام په اړه معلومات نه لري.

د ایران دا ډیپلوماټان په ۱۳۷۷ لمریز کال کې کله، چې طالبان مزار شریف ښآر ته ننوتل وژل شوي وو.

ځینې افغان کتونکي وايي، چې وژل شوي کسان ډیپلوماټان نه بلکه د ایران د سپاه پآسداران د استخباراتي کړۍ غړي وو او د افغانستان د تجزيې نقشه يې درلودله.

ځینو څیړونکو خو بیا دا هم ویلي، چې دا ایراني ډیپلوماټان د طالبانو لخوا نه بلکه خپله د تهران په امر وژل شوي، څو د طالبانو لاس ته پرې نه وځي او ددوی پلان افشا نشي.

د سیاسي چارو بل کتونکې محمد یونس فکور بیا د بلخ په والي انتقاد کوي، چې د خپل قومندان احمد شاه مسعود د نظريې برخلاف هغه چا ته دا درناوی قایلیږي؛ چې د افغانستان د تجزيې نقشه يې درلودله.

افغان کتونکو دا غبرګون پداسې حال کې څرګند کړې، چې تر دې مخکې مشرانو جرګې هم دا مسله په کلکه غندلې وه او د مزارشریف ښآرونو هم پرې خپل اعتراض څرګند کړې وو.

خو د بلخ والي او دده دفتر بیا د کتونکو او خلکو د غبرګونونو په اړه کومه تبصره نده کړې.

ایران یو له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه دې، چې تل په افغانستان کې په لاس وهنې او د بیلابیلو کړیو په ملاتړ، چې د تهران د اهدافو لپاره کار کوي تورن شوې.

دا هم ویل کیږي، چې ایران د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته امکانات هم ورکوي، څو د نړیوالو ځواکونو په خلاف وجنګیږي.

خو د کتونکو په وینا له دې ټولو سره سره افغان حکومت ایران په سیمه کې خپل ښه دوست بولي او په لاس وهنو يې سترګې پټوي.
XS
SM
MD
LG