د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۱

پر بهرنیو عسکرو د افغان ځواکونو له خوا د حملو پیښې زیاتې شوي


د افغانستان لپاره د ایساف ځواکونو ویاند
د افغانستان لپاره د ایساف ځواکونو ویاند
ایساف ځواکونه وایي، چې د روان ۲۰۱۲ کال له پيل راهیسې پربهرنیو ځواکونو او مامورینو د افغان امنیتي سرتیرو له خوا ۲۷ حملې شوي دي.

د ایساف ځواکونو ویاند ګوینټرکتز د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دغو مخامخ حملو له کبله څه باندې دېرش بهرنیان وژل شوي او زیات شمیر نور ټپيان شوي دي.

کتز د افغان امنیتي ځواکونو په دې ډول حملو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ موضوع هم و منله؛ خو ویې ویل، دا نفوذ په هغې کچه نه ده چې وسله وال طالبان یې ادعا کوي.

"که موږ د کورنیو حملو په اړه خبرې وکړو نو د روان ۲۰۱۲ م کال له پیل راهیسې تراوسه په بهرنیانو ۲۷ حملې شوي چې په دغو حملو کې ۳۷ کسان وژل شوي دي.

دغه حملې بیلابیل دلایل لري، ترډیره دا ډول حملې د شخصي موضوع ګانو او فشار له امله رامنځ ته کیږي.

مونږ په دې حملو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ شاهدان هم یو، خو د نورو عواملو په پرتله دا عامل ډیر په ټیټه کچه کې دی."


خو طالبان ترډیره له دې ډول حملو وروسته ادعا کوي، چې حمله کوونکی د دوی ملګري وو او د دوی په مشوره یې دا کار کړی دی.

دوه اونۍ مخکې ایساف ځواکونو پر دوی د افغان ځواکونو د مخامخ حملو شمیر یوویشت یاد کړی و، خو د همدې دوو اونیو په ترڅ کې شپږ نورې ورته حملې هم رامنځ ته شوې.

په بهرنیو ځواکونو د ډزو دوه وروستۍ پیښې شااوخوا څلور ورځې مخکې د هلمند په ګرم سیر او سنګین ولسوالیو کې رامنځ ته شوې چې شپږ امریکایي عسکر په کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سنګین حمله د یوه محلي پولیس له خوا شوې خو وایي چې د ګرم سیر حمله بیا د یوه زده کوونکی له خوا رامنځ ته شوې ده.

ایساف وایي د روان کال په وروستیو دریو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو حملې زیاتې شوي دي خو وایي چې له دې سره سره امنیتي وضیعت ښه شوی دی.

بیاهم د ایساف ویاند ګوینټر کتز:

"که د تیرو شپږ میاشتو ارقام وکتل شي، له تیر کال سره یوشان دي، خو د وروستیو درېو میاشتو ارقام بیا د وسله والو مخالفینو د حملو زیاتوالی ښيي.

دا دوه دلیله لري، اول دا چې سږکال د کوکنارو تولید کم شوی او وسله والو مخالفینو ډیر وختي خپلې وسلې راخیستی، بل دلیل دا دی چې د تیر کال په پرتله سږکال نړیوالو ځواکونو په مخالفینو فشارونه زیات کړي دي.

ډیر خلک فکر کوي چې امنیت نه دی ښه شوی، خو مونږ باور لرو چې امنیتی حالات ډیر ښه شوي دي."


بل خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په امنیتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ موضوع ردوي او وایي؛ چې وسله وال ترډیره د دغو ځواکونو له یونیفورم څخه ګټه اخلي.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG