د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

له ملابرادر سره کتنه د سولې د خبرو په اړه نه وه


د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پاکستان کې د زنداني طالب چارواکي ملا عبدالغني برادر سره د ځینو افغان چارواکو په کتنې کې د دې شورا کوم استازی نه و موجود.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار وايي، ممکن شاوخوا دوه میاشتې مخکې دغه کتنه په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په هڅو تنظیم شوي و.

خو هغه وویل، دا کتنه د سولې د خبرو برخه نه وه، بلکې یوازې د ملا براد د احوال د معلومولو په هدف وه.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې له پاکستان څخه د افغان دولت یوه له مهمو غوښتنو د ملا برادر په ګډون د طالب بندیانو خوشې کیدل دی.

له ملا برادر سره د افغان چارواکو د کتنې په اړه له ښاغلي قاسمیار سره زموږ همکار احمدزبیر ژمن مرکه کړې، نوموړی ددې کتنې په اړه وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG