د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

"اسامه د ای.ایس.ای له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره ورځني تماسونه درلودل"


اسامه بن لادن
اسامه بن لادن
ویکي لیکس ویب پاڼې د اسامه بن لادن او پاکستاني استخباراتي چارواکو ترمنځ د تماسونو په اړه دا معلومات د دوشنبې په ورځ خپاره کړي.

ډیلي ټلیګراف ورځپاڼه لیکي، چې دا معلومات د امریکا د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ سټریټ فار له برښنا لیکونو څخه د نا معلومو هکرانو له خوا ترلاسه شوي دي.

په یو له دغو برښنا لیکونو کې ویل شوي، چې د امریکا سټریټ فار خصوصي امنیتي کمپنۍ د معلوماتو هغه پاڼې ښودلي؛ چې په ایبټ اباد کې د اسامه له کور څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو له عملیاتو وروسته راټول شوي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا دا عملیات تیر کال په می میاشت کې شوي وو، چې په کې اسامه بن لادن ووژل شو.

د سټریټ فار د یو تحلیل کوونکي په برښنا لیک کې ویل شوي؛ چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی. ایس. آی تر دولسو پورې جګپوړو چارواکو د القاعده د مشر د پټن ځای په اړه معلومات درلودل.

که څه هم په دغه برښنا لیک کې د آی. ایس. آی د دغو چاروکو نومونه نه دي اخستل شوي؛ خو ویل شوي، چې امریکا کولای شي، چې له دغو معلوماتو څخه له اسلام اباد سره په خبرو کې د چنې وهلو لپاره کار واخلي.

ډیلي ټلیګراف لیکي، چې امریکایي چارواکو تل دا باور څرګندولو، چې دا د آی. ایس. آی لپاره نا ممکنه ده، چې له دې مسلې خبر نه وي، چې بن لادن اسلام اباد ته په ډیر نږدې ښآر کې پناه اخستې.

خو پآکستان په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د آی. ایس. آی او د پاکستان پوځ په جګپوړو چارواکو کې یو هم د پاکستان د پوځ یو تقاعد شوی جنرال دی، چې د اسامه بن لادن د پټن ځای په اړه معلومات درلودل.

په دغه برښنا لیک کې یو له ښکېلو چارواکو په حواله ویل شوي؛ چې ما یو ډیر واضح مفهوم اخستی دی او موږ د امریکا استخبارت د هغو پاکستاني چارواکو نومونه او رتبې پيژنو، چې د اسامه په اړه یی معلومات درلودل.

ویکي لیکس ادعا کوي، چې د سټریټ فار امنیتي کمپنۍ شاوخوا پنځه میلیونه برښنا لیکونه په واک کې لري، چې له رسنیو سره به یې په همکارۍ کې خپآره کړي، خو په لومړي سر کې یوازې دوه سووه برښنا لیکونه خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG