د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د لندن المپیک لوبې پای ته ورسېدې


پرون (یک شنبه) د لندن د المپیک د لوبو وروستۍ ورځ وه.

د المپيک د نړیوالې کمیټې مشر وویل، چې په لندن کې د دې لوبو ترسره کیدلو، د المپیک مسابقو ته لا زیات رونق ورکړ.

د المپيک د نړیوالې کمیټې مشر "ژک روژ" د لوبو په وروستۍ ورځ، د لندن د مسابقو د تنظیم د کمیټې له مسوول "سبسټین کوه" څخه مننه وکړه.

په لندن کې د سږکال المپيک د ۲۶ بیلا بیلو ورزشي مسابقو څخه جوړ وو.

سږکال د نړۍ ورزشکاران د سرو زرو د ۳۰۲ مډالونو لپاره د سیالۍ پر میدان تیر شول.

د المپيک د کمیټې مشر ژک روژ د بریتانوي بایسکل ځغلونکي ستاینه وکړه؛ ځکه د سرو زرو شپږم مډال یې هم ترلاسه کړ.

د بریتانيې صدراعظم "ډېوېډ کیمرون" هم پرون په لندن کې د خبري کنفرانس په ترځ کې د سږکال د المپيک د مسابقو ستاینه وکړه.

کیمرون وویل: "فکر کوم چې د سږکال مسابقې په دوو ټکو کې خلاصه کولای شو، چې بریتانیې ثابته کړه. موږ نړیوالو ته څرګنده کړه، چې توان یې لرو. هو! موږ څرګنده کړه، چې تل باید پر سترې بریتانیې حساب وشي. "

د بریتانیې صدارعظم د المپيک د مسابقو په تنظیم او ترسره کیدوکې د خپلو خلکو د همکارۍ مننه وکړه.

د المپیک د مسابقو په وروستۍ ورځ هم د نړۍ د بیلا بیلو هېوادونو ورزشکارانو د مډالونو د ګټلو لپاره هڅو ته دوام ورکړ.

د امریکا د باسکټبال ټیم هسپانیې ته ماتې ورکړه او د سرو زرو د مډال ګټونکي شول او روسیې د برازیل ټیم ته په ماتې ورکولو د برونزومډال خپل کړ.

د مسابقو د پای ته رسیدو څخه درې ورځې مخکې "روح الله نیکپا" د تکواندو په مسابقه کې، د ۶۸ کیلو په وزن کې د برونزو مډال خپل کړ.

د تکواندود ۸۰ کیلو وزن په مسابقه کې افغان ورزشکار نثار احمد بهاوي، سره له دې چې په پښه زخمي شوی و، د ډیرو لیدونکو لپاره په زړه پورې لوبه وکړه.

د زیات شمیر لیدونکو او څارونکو په اند دواړه افغان ورزشکاران وتوانیدل چې په خپل هیواد کې د سپورټ په ارتباط شویو پرمختګونو ته د نړیوالو پام واړوي.
XS
SM
MD
LG