د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۵

سناتوران: په بلخ کې یو واټ د ایراني ډیپلوماټانو په نوم نومول د منلو وړ نه دی


د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو د بلخ ولایت پر سیمه ییزو چارواکو له دې امله انتقادونه وکړه؛ چې د ابومسلم خراساني په نوم یو سړک یې د هغو ایرانیو ډیپلوماټانو په نوم کړی؛ چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې په مزارشریف کې وژل شوي و.

یو شمېر سناتورانو د یکشنبې د ورځي په غونډه کې وویل، چې په بلخ ولایت کې یو سړک د ایراني ډیپلوماټانو په نوم نومول په افغانستان کې د ایران د سیاسي نفوذ څرګندونه کوي.

د دې جرګې دوه غړي داود حساس او خالقداد بلاغي.

“په مزار شریف کې دغه کار په غیر قانوني توګه د بلخ د ښاروال، یا والي او د ولایتي شورا په مشوره شوی، تر اوسه موږ د دغه ډول کلتوري اړیکو او راکړه ورکړو په حالت کې نه یو؛ افغانستان له ایران او ایران له افغانستان سره هیڅ وخت دغه ډول کار نه دی کړی او موږ دا یو ډول سیاسي نفوذ بولو.”

شا او خوا ۱۴ کال پخوا د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ۹ تنه ایراني ډیپلوماټان په بلخ ولایت کې ووژل سول.

له بلخ څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، دغه لوی واټ چې د حضرت علي (رض) زیارت ته تللی، پخوا د ابومسلم خراساني په نوم و، چې وروسته تر دې به د ایران د وژل شویو ډیپلوماټانو په نوم یادیږي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار هم په دې اړه اندېښنه وښودله او د مشرانو جرګې کلتوري چارو کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې دغه موضوع وڅېړي.

“د دیني او فرهنګي چارو د غښتلتیا کمېسیون چې تاسو یې هم غړي یاست، تاسو ولاړ شي؛ پوښتنه کړی، چې موضوع څه ده، تر څېړنو وروسته به یو ګډ تصمیم ونیسو او بیا به پرېکړه وکړو چې باید څه وشي.”

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس صالح محمد خلیق ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دې واټ نوم د بلخ د والي عطامحمد نور په حکم بدل شوی.

ښاغلی خلیق وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر پرېکړي وروسته به د دې واټ رسمي لوحه هم ځوړنده شي.

نوموړي وویل، چې دغه واټ د افغانستان او ایران د ښو اړیکو د لا غښتلي کیدو لپاره کیږي.

په دې اړه مو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره اړیکې ونیولې خو دوی له خبرو ډډه وکړه.

د راپورونو له مخې ایران هڅه کوي د افغانستان په سیاسي کړیو، ځینو رسنیو او ټولنیزو سازمانونو کې خپل نفوذ لا پراخ کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG