افغان او پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان حکومت یو پلاوي د طالبانو له مهم مشر ملا برادر سره، چې اوس مهال په پاکستان کې په بند کې دې په پټه خبرې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د افغان او پاکستاني چارواکو په حواله په یو رپورټ کې لیکلي؛ چې دا خبرې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو د هڅو په ترڅ کې شوي.
افغان حکومت پاکستان ته تل د یو داسې ملګري په توګه کتلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پرمخ بیولو کې همکارۍ ته مایل نه دی، خو له ملا برادر سره د لیدنې د امکاناتو برابرول ښایي د دې اشاره وي؛ چې اسلام اباد یو مثبت رول لوبول غواړي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ویلي دي؛ چې د افغان حکومت یو پلاوي شاوخوا دوه میاشتې مخکې له ملا برادر سره لیدلي وو.
ملا برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له نیول کیدو راهیسې په بند کې ساتل کیږي.
ډاکټر سپنتا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې موږ له ملا برادر سره لیدلي دي، زموږ پلاوي له ده سره خبرې کړي، څو د سولې د هڅو په اړه دده نظر معلوم کړي.
افغان چارواکو له ډیره وخته په څرګند ډول له پاکستان نه غوښتل، چې ملابرادر سره د لیدنې امکانات برابر کړي، خو د ډاکټر سپنتا څرګندونې ښیۍ، چې له نوموړي سره ابتدایی تماسونه لا د مخه نیول شوي دي.
له بل لوري د پآکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم ويلي، چې پآکستان افغان چارواکو ته له ملا برادر سره تر لازمې او مناسبې کچې د لیدنې امکانات برابر کړي وو.
ده د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې موږ له افغانستان سره په بشپړه توګه مرسته کوو او هر هغه څه، چې دوی له مونږ نه د سولې د بهیر لپاره غواړي موږ یی ورته برابروو.
پداسې حال کې، چې بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د وتلو تیارې نیسي د افغانستان په ثبات کې د پاکستان رول مهم ګڼل کیږي.
افغان چارواکي هیله مند دي، چې ملا برادر به د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې مهم رول ولوبوي.
افغانستان او پاکستان تیره میاشت کابل ته د پاکستان د نوي صدراعظم د سفر په مهال موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې له سره پیل کړي او د پاکستان صدر اعظم دا ژمنه وکړه، چې د افغان چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ به د لیدنې امکانات برابروي.
د پاکستا د بهرنیو چارو وزارت هم دا تایید کړه، چې له افغان حکومت سره یی د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې روانې دي.
له بل لوري مونږ هڅه وکړه، چې ددغه پرمختګ په اړه په کابل کې د افغان چارواکو او د سولې د عالي شورا نظر هم راواخلو، خو دوی پدې اړه بې خبري وښودله.
په پاکستان کې د طالبانو له کوم مهم مشر سره د افغان چارواکو د لیدنې امکانات پداسې حال کې برابر شوي، چې امریکا هم له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل په مسلې غور پیل کړې.
ددغو هڅو په ترڅ کې دا هم ویل کیږي، چې ممکن د بارک اوباما اداره هغه طالب بندیان خوشې کړي، چې اوس مهال په ګوانتانامو کې ساتل کیږي.
ځینو امریکایی چارواکو، چې نه یی غوښتل نومونه یی واخستلای شي، د رویټرز خبري اژانس ته په خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې له دې کار سره به د افغان حکومت او طآلبانو ترمنځ د سولې دروازې پرانستلې شي.