د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

"د افغانستان د سولې په بلنه کې د حقاني شبکه هم شامله ده"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې د حقاني شبکې د شاملولو غوښتنه د امریکا د کانګرس یوه کورنی مسله بولي؛ خو وایي، چې افغان دولت به له ټولو مخالفینو سره د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د دې وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل؛ چې د افغانستان د سولې په بلنه کې د حقاني شبکه هم شامله ده.

"افغان دولت په ورته وخت کې د هر اړخیزې سولې د پروسې اعلان کړی او د دولت له ټولو افغاني وسله والو مخالفینو یې غوښتي چې د سولې د پروسې د ځانګړیو شرایطو په پام کې نیولو سره کولی شي؛ چې راشي او له افغان دولت سره د مستقیمو سیاسي خبرو اترو له لارې یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي، چې البته د افغان دولت په دې بلنه کې د حقاني شبکه هم شامله ده."

افغان امنیتي مسوولینو حقاني شبکه په کابل کې د یو شمیر ډله ییزو ځان وژونکو حملو، همداراز د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د بمي چاودنو مسووله بولي.

خو یو شمیر افغان کارپوهان په دې اند دي، چې که امریکا د حقاني شبکه په تور لست کې شامله کړي نو دا به په افغانستان کې د سولې په پروسې ناوړه اغیز وکړي.

بل خوا جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ چې افغان دولت له له پاکستان نه د طالب جګپوړي چارواکي ملا برادر په ګډون د طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه لري:

"افغان دولت څو ځله له پاکستاني چارواکو نه یواځې د ملا برادر د خوشې کیدو بلکې د ټولو هغو طالب مشرانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې؛ چې په پاکستاني زندانونو کې ساتل کیږي.

له بده مرغه چې تر اوسه پورې موږ د پاکستان له خوا نه په دې برخه کې کوم مثبت اقدام نه دی لیدلی، خو هیله لرو چې تر دې وروسته له مونږ سره عملي همکاري وکړي. "


موسې زي وویل، چې ټاکل شوې ده د سولې د عالي شورا مشر ډیر ژر له پاکستان سره په یوه دوه اړخیزه غونډه کې په پاکستان کې د طالب زندانیانو د راخوشې کیدو په هکله هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په پاکستان کې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو د زمینې د برابرولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ چې د نامعلومو دلایلو له امله تراوسه ځنډول شوې ده.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG