د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د غزني د تاریخي اثارو د پروژو ترمیم وځنډېد


په داسې حال کې چې غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن مرکز اعلان شوی، خو سیمه یيز چارواکي یې وايي، په همدې اړه د تیاریو په لړ کې ځینې پروژې سږ کال نه شي بشپړېدای.

د دې ولایت د اطلاعات او کلتور رییس آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د دې پروژو د کار نه خلاصیدل، د پروژو د کار په پیل کې ځنډول بولي.


دوه زرو دیارلسم کال ته چې غزني به په کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه لمانځل کیږي یوازې څو میاشتې پاتې دي، خو سیمه ییز چارواکي وايي، د دې لمانځنې لپاره ځینې پروژې به سږ کال بشپړې نه شي.

د غزني د اطلاعات او کلتور رییس حمیدالله سروري آزادۍ راډیو ته وویل؛ تر دوه زرو دیارلسم کال پورې په غزني کې د یو لړ عمراني پروژو کار ناممکنه ده؛ چې بشپړ شي.

خو هغه وویل، یوازې د هغو تاریخي اثارو د ترمیم چارې به بشپړې شي، چې د ۲۰۱۳ کال لپاره یې ترمیمدل په پام کې نیول شوي دي:

"له بده مرغه چې په اول سر کې سمه پاملرنه نه وه شوې، پنځه کاله تیر شول مګر په هغه دول چې دولت باید پاملرنه کړې وای ویې نه کړه.

یواځې په دوه زره لسم کال کې د دې پروژو کار پیل شو او اوس یې هم کار روان دی. "


ښاغلی سروري وویل، غزني پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي تمدن د مرکز په توګه اعلان شوی و؛ خو د دې لپاره د چمتوالي چارې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې.

ښاغلي سروري وویل، په غزني کې د دوه دیرش تاریخي اباداتو د ترمیم پروژې په پام کې نیول شوي، چې اوس یې یواځې د لسو کار بشپړ شوی دی، په څوارلسو یې کار روان دی او د پنځو نورو آثارو کار نوی پیل شوی دی.

په عین حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ډاډ څرګندوي چې غزني به تر ۲۰۱۳ کال پورې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه چمتوي کیږي:

"غزني په دوه زره دیارلسم کال کې د هغو میلمنو لپاره چې هلته راځي چمتو کیږي.
میلمانه چې راځي غواړي هلته اسلامي تاریخي ځایونه، اسلامي هنر او د غزني فرهنګ وګوري، نه دا چې دوی غواړي هلته یو جګ تعمیر، یو هوټل او یا یو مډرنه ځای وګوري.

غزني ددې لیاقت لري چې یو مډرنه ښار شي خو اوس د آیسسکو سازمان له مونږ نه د تاریخي ځایونو بیارغاونه غواړي. "


د ۲۰۱۳ کال لپاره په غزني کې د تاریخي ابدو د ترمیم ترڅنګ بیلابیلو وزارتونو ته هم د بیارغونې ځینې پروژې ورکړل شوي دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د غزني والي هم شکایت کړی و، چې د ښځو چارو له وزارت پرته نورو دولتي ارګانونو خپل کارونه نه دي کړي.

هغه مهال په ولسي جرګې کې مربوطه ارګانونو ژمنه کړې وه، چې په غرني کې به خپل کارونه چټک کوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG