د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ملي امنیت له پاکستانه د ماینونو د رالیږلو د مخینوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي


د ملي امنیت مرستیال ویاند شفیق الله طاهري
د ملي امنیت مرستیال ویاند شفیق الله طاهري
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما وایي، په افغانستان کې د کورنیو بمونو د جوړولو کمښت ملکي تلفات هم راکم کړي، د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د دغو ماینونو د جوړیدو لپاره مواد له پاکستان څخه راځي.

د ملي امنیت دعمومي ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري ازادي رآډیو ته وویل؛ چې په افغانستان کې کوم ماینونه چې د وسله والو طالبانو له خوا کارول کېږي له پاکستان څخه په ډیر مهارت راوړل کيږي.

ښاغلی طاهري وایي، چې دوی مخکې هم د پاکستان څخه د چاودیدونکو توکو او ماینونو په اړه معلومات درلودل خو وایي، چې د دې د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

"دا ترکيبي ماینونه دي، یوڅه مواد یې چې په کې کارول کېږي، هغه په پاکستان کې جوړیږي او له پاکستان څخه افغانستان ته راځي.

د دې ماینونو ځیني مواد بیا په محیط کې پیدا کېږي، لکه بشکه، د بریښنا لین او داسې نور او ځینې نور بیا له پاکستان څخه په بشپړه توګه راځي لکه ریموټ کنټرول دا بیخي د پاکستان ساخت دی. "


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما په خپل نوي کلني راپور کې ویلي؛ چې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله پنځلس فیصده کمه شوې ده.

په رپوټ کې د دې کموالی لوی لامل په افغانستان کې د کورنیو بمونو په جوړېدو کې کموالی ښودل شوی.

په افغانستان کې د ایران د ساخت ماینونو د کشف رپوټونه هم ورکړل شوي وو؛ خو دا چې اوس په افغانستان کې مخالفین د ایران جوړ شوي ماینونه کاروي که نه؛ د ملي امنیت ښاغلي طاهری وویل، که څه هم د دوی په دې اړه اسناد نه لري، خو ممکن د ایران له خوا هم ماینونه راوړل کېږي.

بل خوا د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخیل ازادي راډیو ته وویل؛ چې پاکستان د افغانستان په ټولو چارو کې په ښکاره لاس وهنه کوي؛ چې باید مخنیوی یې وشي.

ښاغلی امرخیل وایي، داچې افغانستان په یواځې توګه د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د مداخلې مخنیوی نه شي کولای باید له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.

"بهترینه لاره یې دا ده، چې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې شي او دا اسناد په لاس کې ورکړي، چې ووایي، تاسی وګورئ، چې پاکستان ان د خوراکي توکو په کارتونو کې موږ ته بمونه رالیږي او دا پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی.

که چېرې موږ نړۍ ته دا اسناد ورکړو، بیا موږ چې د پاکستان پر وړاندې هر کار وکړو هغه زموږ حق دی. "


د راپورونو له مخې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو ته تر ټولو ډیره مرګ ژوبله د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو او نورو چاودنو کې رامنځ ته کېږي.

خو دغه ماینونه ملکي افغانانو ته هم د تلفاتو تر ټولو لوی لامل بلل کېږي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG