د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

په پکتیا کې ‎جوماتونو ته د یو شمېر عبادت کوونکو د تګ لار بنده ده


په ټوله اسلامي نړۍ کې جوماتونه د عباداتو په موخه جوړ شوي او د اسلامي ورولۍ د سمبول حيثيت لري، خو په دې ورستيو وختونو کې د تاوتريخوالي اوتربګنيو زور تر جوماتونو هم رسېدلی او د عباداتو دې کورنو ته ډېر خلک چې زړه يې غواړي نه شي ورتلی؛ پکتيا هم د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې په ډېرو سيمو کې يې د روژې په مبارکه مياشت کې ځوانان او د پاخه عمر کسان د عباداتو او لمونځونو په خاطر جوماتونو ته لا هم نه ځي.

د پکتيا ولايت د ډېرو لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي، چې د روژې مبارکه مياشت کې له هغو عباداتو چې په جومات کې بايد ترسره شي محروم شوي او ګڼشمېر کسان يې د نسبي خراب امنيتي وضعيت؛ د خپلمنځي تربګنيو د غچونو اخيستو او غلا غديو د وېرې په اساس نه شي کولی؛ چې د تېر په څېر د روژې په دې مياشت کې جوماتونو ته د تراويح او ختمونو کولو په موخه لاړ شي.

د شپې له لوري که د مرګز ګردېز له جوماتونو پرته د ولسواليو هر جومات ته سر ورښکاره کړې؛ نو د ځوانانو، سپين روبو او پاخه عمر لرونکو کسانو په نسبت به د کم عمره ماشومانو شمېر درته څو برابره زيات ښکاره شي؛ دا چې ولې خلک له دې ستونزې سره مخ شوي؟

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی کريم وايي، چې خلک د طالبانو او بهرنیو ځواکونو له ډاره نه ځي:

’’خلک له ډاره جومات ته نه راځي، که طالب يې وويني د امريکايي د جاسوس په نوم يې وژني يا نيسي او که امريکايان يا دولتي کسان يې وويني نو د طالب په نوم يې تر بيسونو پورې وړي.“

خو د ده په خبره يوازې دا خبره هم نه ده، په سيمه کې د خلکو ترمنځ خپلمنځي ستونزو هم جوماتونو ته د اکثريت خلکو د تګ لار بنده کړې؛ په دې اړه مو د سيدکرم ولسوالۍ له يو اوسېدونکي ويل؛ چې خلک د غلا اوځینو نورو ستونزو له وېرې جومات ته نه شي تلای :

"امنيت هغومره ډاډمن نه دی چې سړی په نيمه شپه کې ترجوماته راشي، ډېر خلک کوشش کوي جوماتو ته لاړ شي، خو د غلا،غديو او ګڼو نورو ستونزو له ويرې خلک په کورنو کې لمنځونه کوي، جومات ته ځي. "

د دې خلکو د شکايتونو په اړه د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل وويل؛ چې په ياد ولايت کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله اوس د پام وړ بدلون کړی او هغه شمېر غله چې په ځينو سيمو کې يې د خلکو له پاره ستونزې جوړې کړې وې؛ دوی نيولي او عدلې ارګانونو ته سپارلي دي:

"امنيت ښه دی، د خلکو چې جومات تلو ته زړه نه وي، امنيتي وضعيت يادوي خو دلته امن ده، مشکل نه لرو او دا د دولت د دښمنانو تبليغات هم دي. "

د يادونې وړ ده، چې په ياد ولايت کې امنيت د امنتي چارواکو په خبره ورځ تربلې په ښه کېدو دی؛ خو د خلکو شکايتونو ته په کتو لا هم په ډېرو سيمو کې خلک په ډاډه زړه د جنګ د ښکېلو غاړو له وېرې نه شي کولی خپل عادي ژوند ته د پخوا په څېر ادامه ورکړي.

راپور: داود تپان
XS
SM
MD
LG