د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

بريتانيا د سوريې له مخالفانو سره خپلې مرستې زياتوي


د سوريې کډوال
د سوريې کډوال
تر هغه وروسته بریتانیې د سوریې د اپوزیسیون لپاره خپلې مرستې به اوه اعشاريه اته ملیونو ډالرو ته زیاتې کړي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ نن په لندن کې خبري کنفرانس ته وویل:

”زما په نظر دا دهغو هیوادونو لپاره چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پریکړه لیک د تصویب مخنیوى کوي دا ډېره مهمه ده چې پوه شي چې که دوی داسی وکړي بیا هم نړۍ نه درېږي.

د دې کار په بدل کې به موږ د سوریې له خلکو سره له نورو لارو د مرستې هڅه وکړو . زه فکر کوم چې دا به په ملګرو ملتونو کې د یوې نتیجې د ترلاسه کیدلو لپاره فشار زیات کړي کم نه”

ملګري ملتونه وايي چې د سوریې څخه ګڼ شمیر ملکي کسان د تیښتې په حالکې دي.

د دې سازمان چارواکو نن وویل چې په سوریه کې د روان بحران له پيل راهیسې یوازې د دې هیواد څلورو ګاونډيو ته یو نیم لک کسان ور تښتیدلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ (UNHCR) ویاند ادریان ادواردز (Adrian Edwards) نن په ژنیوا کې خبري کنفرانس ته وویل چې تر ۵۰ زره زیات مهاجرین په ترکیه ثبت شوي او یوازې تیره اونۍ ۶۰۰۰ کسان له سوریې څخه ترکیې ته ور تښتیدلي دي.

د ملګروملتونو سازمان وايي چې له سوریې څخه په تیرو څو میاشتو کې ۴۶ زره کسان په اردن ، تر ۳۷ زره زیات لبنان او دیارلس نیم زره کسانو عراق ته پناه وړې ده .

د جولای له ۱۸ نیټې راهیسې لږترلږه ۲۳ زره هغه عراقیان چې په سوریه کې میشت وو ، هم بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
XS
SM
MD
LG